د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: نور به نرښځیان په پوځ کې نه گمارل کیږې


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د امریکا په پوځ کې به نور د نرښځیانو گمارلو ته اجازه ورنکړې. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د پخوانې ولسمشر براک اوباما هغه پالیسې ختمه کړه چې نرښځیانو ته یې په پوځ کې د کار کولو اجازه ورکړې وه.

د اوباما حکومت یواځې یو کال مخکې دغه پالیسي اعلان کړي وه.

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه اعلان په خپل ټویټر باندې کړیدی. ټرمپ پرون د چارشنبې په ورځ په خپل ټویټر په پرله پسې دریو ټویټونو کې ولیکل چې د کارپوهانو سره د مشورو نه وروسته یې دا فیصله کړېده او ځواکونو ته امر کوي چې نور به نرښځیان په پوځ کې نه گماري.

ښاغلې ټرمپ لیکې چې زمونږ پوځ ته پکار ده چې په فيصلو او فتوحاتو باندې متمرکز وسي او مونږ په هغوې دا بار نشو اچولې چې د نرښځیانو د علاج غم وخورې او یا یې ( دخپل کارونو نه) فکر بدل شي.

دا وخت د امریکا په ځواکونو کې شاوخوا څلور زره تنه نرښځیان کارونه کوي. ټرمپ په دی هکله څه نه دي ویلي چې هغه کسان چې په پوځ کې کار کوي د هغوې سره به څه کوي. ایا هغوې به د کاره ایسته کیږې او کنه پاتې کیږې به.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره هکابي سینډرز وویل "ټرمپ به د دفاع د وزارت سره په دی هکله کار وکړې چې د دغو ۴٠٠٠ نرښځیانو چې اوس په پوځ کې دي، د راتلونکې په هکله قانوني فیصله وشي."

کله چې خبریالانو د ساره سینډرز نه په دی مسله وپوښتله چې ټرمپ د انتخاباتي مبارزې د وخت هغه لوظونه ماتوې چې ویل به یې د نرښځیانو د حقوقو ساتنه به کوي، نو اغلې سینډرز په ځواب کې وویل چې ولسمشر ټرمپ دا پریکړه د پوځ د گټې په خاط‏ر کړیده.

سخت اعتراضونه

د ټرمپ د فیصلې نه سمدستې وروسته د نرښځیانو د حقوقو ټولنو په دی فیصله سخت اعتراضونه وکړل. په دی برسیره هغو وکیلانو چې د اوباما د حکومت په وخت کې یې د نرښځیانو د حقوقو لپاره مبارزه کوله، هم دغه فیصله سخته غندلې ده.

د بشري حقوقو د کمپاین مشر چاډ گرفن وویل"زه داسې نرښځیان پیژنم چې په پوځ کې دي او د خپل ملک لپاره یې د ولسمشر ټرمپ نه زیات کارونه کړي."

XS
SM
MD
LG