د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د یو فرمان په لاسلیک کولو سره انګلیسي د متحدو ایالتونو رسمي ژبه وټاکله


ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د فرمان لاسلیک کولو په حال کې
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د فرمان لاسلیک کولو په حال کې

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ مارچ لومړۍ (کب۱۱) د یو اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره انګلیسي د متحدو ایالتونو رسمي ژبه وټاکله.

په دغه فرمان کې راغلي دي: «د رسمي ژبې په توګه د انګلیسي ټاکل یوازې اړیکې نه اسانه کوي، بلکې ګډ ملي ارزښتونه قوي کوي او یوه منسجمه او کارنده ټولنه ایجادوي.»

ټرمپ په دغه فرمان سره د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر بل کلنټن د ۱۹۹۰ کال هغه فرمان هم لغوه کړ، چې دولتي ادارې او سازمانونه یې اړ کول چې غیر انګلیسي ژبې ویونکو ته د ژبې اسانتیاوې برابرې کړې.

خو بیا هم د ټرمپ نوی فرمان هغو ادارو او سازمانونو ته، چې د فدرال بودیجه ترلاسه کوي، اجازه ورکوي چې غیر انګلیسي ژبې ویونکو ته د ژبې د اسانتیاو برابرول روان وساتي.

په فرمان کې راغلي دي چې د نویو امریکایانو د استقبال لپاره د ملي ژبې زده کړه اوتشویقي پروګرام به «متحده ایالتونه په یو مشترک کور بدل او نوي ښاریان (اتباع) به خپلو امریکایي هيلو ته د رسېدو لپاره ځواکمن» کړي.

په فرمان کې ویل شوي دي: «په انګلیسي ژبې خبرې کول نه یوازې دا چې له اقتصادي پلوه دروازې پرانیزي، بلکې نویو راغلیو سره مرسته کوي چې په ټولنې کې مدغم شي، په ملي مراسمو کې ګډون وکړي او زموږ ټولنې ته د خدمت مصدر وګرځي.»

دا فرمان په داسې حال کې خپرېږي چې تر دې مخکې د متحدو ایالتونو قانون جوړوونکو هلې ځلې کړې وې، چې انګلیسي د امریکا رسمي ژبه شي، خو دغو هڅو نتیجه ورکړې نه وه.

سپینه ماڼۍ وايي چې دا مهال په متحدو ایالتونو کې تر ۳۵۰ پورې ژبې ویل کېږي، خو په فرمان کې ویل شوي دي چې انګلیسي په دغه هېواد کې «زموږ د جمهوریت د تاسیس» له وخته زموږ ژبه ده، او «د اساسي قانون او د خپلواکۍ د اعلامیې په ګډون زموږ د ملت تاریخي اسناد په انګلیسي ژبې لیکل» شوي دي.

د متحدو ایالتونو د حکومت د شمېرو په اساس، له ۲۰۱۹ کال راهېسې تقریبآ ۶۸ میلیون خلک په امریکا کې په خپلو کورونو کې په غیر انګلیسي ژبو خبرې کوي. اټکل کېږي، چې په متحدو ایالتونو کې څه باندې ۴۰ میلیون خلک په هسپانوۍ ژبې خبرې کوي.

د ولسمشر ټرمپ د لوړې له مراسمو څخه څو ساعته وروسته، سپینې ماڼۍ په خپل ویبسایټ کې د هسپانوۍ ژبې برخه لېرې کړه.

سپينې ماڼۍ هغه مهال ویلي وو چې د هسپانوۍ ژبې دا برخه به بېرته رغوي، خو لا هم نه ده پرانیستل شوې.

ولسمشر ټرمپ په خپل لومړي دور کې هم دا برخه تړلې وه، په ۲۰۲۱ کال کې د جوبایډن حکومت دا برخه بېرته پرانیستله.

په دغه راپور کې د فرانس پرس او اسوشیتډپرس له راپورونو څخه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG