د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړه


ولسمشر ټرمپ او میرمن یې میلانیا
ولسمشر ټرمپ او میرمن یې میلانیا

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړه.

ولسمشر ټرمپ په یو اختریز بیان کې ویلي دي" زه او میلانيا تاسو ته د زړه له کومې د کوچني اختر مبارکي وایم"

ولسمشر ټرمپ اختر یوه "سپڅلې ورځ" بللې ده او ویلي دي چې دا ورځ په متحدو ایالتونو او ټولنې نړۍ کې مسلمانانو ته دا فرصت برابروي چې له اړمنو سره د مرستو او همکاریو لپاره خپله ژمنه بیا تازه کړي.

د افغانستان سترې محکمې، سعودي او نورو هېوادونو اعلان وکړ چې سبا سه شنبه (جون۴) داختر لومړۍ ورځ ده.

د نړۍ د شاوخوا شپږ میلیارد نفوس له ډلې یې څه باندې یو میلیارد یې مسلمانان دي.

XS
SM
MD
LG