د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او اردوغان د روسي میزایلو په دفاعي سیستم خبرې وکړې


د امریکا او ترکیې جمهورو رئیسانو د ترکیې له خوا د روسي S-400 میزایلو د دفاعي سیستم په پیریدلو تلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې جمهوري ریاست دفتر ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د دوشنبې په ورځ (اپریل ٢٩) په تیلیفوني خبرو کې د ترکیې په وړاندې بحث کړی دی چې د روسي S-400 میزایلو د دفاعي سیستم د مسلې د څیړلو لپاره دې د دواړو هیوادونو یو کاري ډله جوړه شي.

واشنگټن ویلي دي چې د ترکیې له خوا ددغه روسي میزایلو د دفاعي سیستم اخیستل کیدای شي او کيدی شي په ترکیه کې د امریکایي F-35 جنگي جت الوتکو امنیت ته گواښ پیښ کړي.

انقرې ویلي دي چې کاري ډله کولای شي پر امریکایي F-35 جنگي جت الوتکو باندې د روسي S-400 میزایلو دفاعي سیستم اثرات وڅیړي، خو د جمعې په ورځ یې بیا وویل چې پدې هکله یې د امریکایي لورې ځواب ندی ترلاسه کړی.

امریکایي سناتورانو د دواړو گوندونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو څو اونۍ مخکې په گډه یوه لایحه وړاندې کړه چې د متحده ایالاتو څخه ترکیې ته د F-35s جنگي جت الوتکو انتقالول تر هغه وځنډو تر څو د امریکا حکومت دا تائید کړي چې انقره به د روسیې نه د S-400 میزایلو دفاعي نه اخلي.

ترکیه د F-35s جنگي جت الوتکو د تولید په تریلیون ډالرو پروگرام کې شریکه ده، د امریکا متحده ایالاتو موافقه کړې چې شاوخوا سل F-35s جنگي الوتکې په ترکیې خرڅې کړي او تر اوسه یې دوه دغه ډول الوتکې ترکیې ته لیږدولي دي. خو تیر کال د امریکا کانگرس ترکیې ته د نورو الوتکو ورکول بند کړل.

XS
SM
MD
LG