د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ملابرادر سره مې تیلیفونې خبرې وکړې


د امریکا جمهور رئیس په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د مشر ملا برادر سره په تیلیفون خبرې کړې دي.

دونالد ټرمپ د سه شنبې په ورځ مارچ ٣ (کب ١٣) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "نن مې د طالبانو له مشر سره خبرې وکړې. مونږ ښه خبرې درلودې...تاوتریخوالی نه غواړو. وگورو چې څه کیږي".

له دې څخه لږ څه مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په د یو عکس په خپرولو سره چې هغه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد در ملا برادر سره لیدل کیږي، د ښاغلي ټرمپ او د طالبانو د مشر ملابرادر ترمنځ د تیلیفوني خبرو رپوټ ورکړی و.

د طالبانو یو بل ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي دي چې "ښاغلي ټرمپ ملابرادر ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شي."

هغه زیاته کړې چې " ښاغلي ټرمپ د محترم عبدالغني برادر سره ٣٥ دقیقې خبرې کړې دي" او ملا برادر ښاغلي ټرمپ ته ویلي چې که امریکا "له مونږ سره په شوې موافقې عمل وکړي نو په راتلونکې کې به مثبتې دوه اړخیزې اړیکې ولرو."

جمهور رئیس ټرمپ د طالبانو له دغه مشر سره پداسې حال کې خبرې کړي چې یوه ورځ مخکې طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت د مودې پای اعلان کړه او د افغان حکومت سره ددې ډلې مذاکرات چې ټاکل شوي وو د مارچ په لسمه پیل شي، نور هم د شک سره مخامخ کړل.

په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د موافقې له مخې چې د شنبې په ورځ لاس لیک شوه، بهرني ځواکونه به په بشپړه توگه په ١۴ میاشتو کې له افغانستان څخه ووځي، خو د ځواکونو دغه وتل د طالبانو له خوا د امنیتي تضمین پورې اړه لري.

XS
SM
MD
LG