د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ نانسي پیلوسي په خیانت تورنوي


ولسمشر ټرمپ له پلوسي سره
ولسمشر ټرمپ له پلوسي سره

د غېرقانوني کارونو دویم افشا کوونکي هم ادعا کړېده چی دی هم دا معلومات لري چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین له جمهوررئیس زیلینسکي نه غوښتي ول چې د جو بایډن په برخه کې تحقیقات پیل کاندي.

د ولسمشر ټرمپ او جمهور رئیس زیلنسکي ترمنځ خبرو په برخه کې دویم ادعا کوونکي د اولني ادعا کوونکي معلومات تایید کړل.

د امریکا دولسي جرگې دموکراتان ددغو ادعاگانو په برخه کې تحقیقات پر مخ بیايي څو داثابته کړي چې و لسمشر ټرمپ د خپل مقام نه په غېرقانوني توگه د خپلو سیاسي مقاصدو لپاره گټه اخیستې ده.

ولسمشر ټرمپ د استازیو دخونې پر رئیسې نانسې پیلوسي تورلګوي چې دا د جرم نا مناسبو کارونو او حتی خیانت له امله مقصره ده. داخبره په داسې وخت کې کوي چې د استازیو د خونی دموکراتان د ولسمشر د قانوني سرغړونو او معزولولو تحقیقات پر مخ بیايي.

د تیرې یکشنبې په ټویت کې ولسمشر د نانسي پیلوسي په باره کې داسې تورونه ذکر کوي چې په اساسي قانون کې د یو ولسمشر د معزول کولو او له وظیفې نه د لېرې کولو لپاره ذکر شوی دی.

ټرمپ او دموکراتان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00

هغه دادم شیف په برخه کې هم خپل انتقادونه تکرار کړل. ولسمشر په دې په غوسه دی چې ادم شیف ددې ټیلیفوني خبرې د اوکراین له جمهور رئیس زیلینسکی سره دده په گمان په ناسمه توگه تعبیر کړی او تشریح کړی دي.

له بل پلوه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو پښه هم دې جنجال ته راکش شوله، ځکه هغه ویلي وو چې د ولسمشر ټرمپ او اوکرایني مشر په ټیلیفوني خبرو کې یې برخه اخیستې وه. د څو دیپلوماتو له لیکلي معلومات نه دامعلومه شوه چې دوی د پردې تر شا پکې لاس درلود.

خو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي دی په اوکراین کې اداري فساد او رشوت په برخه کې اندېښمن دی. په دې خوردوبرد کې ښايی ٢٠٢٠ کال لپاره د جمهوري ریاست مخکښ دوموکرات کاندید جوبایډن لتاړ وي. دهغه زوی هنټر بایډن په اوکراین کې یوه کمپني لري او د هغې د معاملاتو په برخه کې تحقیقات کېدل.

XS
SM
MD
LG