د لاس رسي وړ اتصالات

وکیلان پر ولسمشر ټرمپ د تور لگوونکي امنیت ته اندېښمن دي


د استخباراتو د جرگه گۍ رئیس ادم شیف له رسنیو سره د سپتمبر په ٢٦ مه د کانگرس په ماڼۍ کې په واشنگټن کې خبرې کوی.
د استخباراتو د جرگه گۍ رئیس ادم شیف له رسنیو سره د سپتمبر په ٢٦ مه د کانگرس په ماڼۍ کې په واشنگټن کې خبرې کوی.

د امریکا د ولسي جرگې د استخباراتو د جرگه گۍ رئیس ادم شېف وايی چی د استخباراتو جرگه گۍ به له افشا کوونکی نه د نورو مسایلو په اړه په نیژدې ورځو کې نور معلومات واوري.

هغه وکیلان چی پر ولسمشر ټرمپ د تور لگوونکی قانونی وکالت کوی، هغوی د خپل موکل امنیت ته اندېښمن دي، ځکه د هغه شکایت د یو ستر سیاسی جنجال مسله منځته راوستله او له همدې امله د ولسمشر ټرمپ د معزول کولو تحقیقات د دموکراتانو له خوانه پیل شول.

دغی قانونی ډلې د هغه مکتوب یوه نسخه خپره کړه چی وايی د تیری اونۍ راهیسی د دوی اندېښنه د رسمی شکایت کوونکی او افشاگر د شخصی امنیت او خوندیتوب په برخه کې زیاته شوېده. هغوی په دې اړه د ولسمشر په وینا کې څه برخې د شواهدو په توگه وړاندې کړې دي.

وکیلان وايی دوی په دې هم پوهېږي چی یو شمیر خلک د تور لگوونکی د هویت په برخه کې د معلوماتو لپاره د زښتو ډیرو پیسو د ورکولو وړاندیز کوی.

د ولسمشرټرمپ د معزولولو بهیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

دا صلاحیت په قانون کې کومه مرجع لری چی پر ولسمشر رسمی تور ولگوی او تحقیقات ترینه وکړی؟ د امریکا په اساسی قانون کې د امریکا ولسي جرگه دا صلاحیت لري چی د ولسمشر په برخه کې د قانونی سرغړونو له امله د هغه په اجراآتو کې پر هغه رسمی تور ولگوی او تحقیقات پیل کاندی.

پر ولسمشر د قانونی سرغړونې د تور لگولو بهیر د امریکا د اساسی قانون سره سم او برابر کار دی، په دې توگه کانگرس کولی شی ېو جمهور رئیس په وظیفه کې د قانونی سرغړونو له اثبات نه وروسته له وظیفی نه لرې کړی. خو دا کار په تاریخی لحاظ ډیر پیچلی او له خطرونونه ډک دی.

د تیری سه شنبی په ورځ د امریکا د ولسی جرگې مشرې نانسی پیلوسی اعلان وکړ چی پر ولسمشر ټرمپ به د قانونی سرغړونو رسمي تور ولگوی او یوه خاصه کمېټه به په دې برخه کې تحقیقات وکړی.

په دې کې به د هغې معاملی په تړاو تحقیقات وشی ولسمشر ټرمپ د یوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکی نه غوښتنه کړېده چی د خپل انتخاباتی سیال جوبایډن د زوی هنټر بایډن د تجارتی معاملو په اړه تحقیقات وکړی.

واشنگټن دیته ځان چمتو کوی چی د ولسمشر ټرمپ له خوا نه د قانونی سرغړونو په برخه کې تحقیقات وکړی.

دموکراتان وايی چی د امریکا د نظامی مرستو په بدل کې چی تقریبا څلورسوه ملیون ډالره کېږی پر یوکراین فشار راوستل شوی دی چی د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتی سیال جوبایډن او د هغه د زوی هنټربایډن د تجارتی معاملو په تړاو تحقیقات وشی او تورونه پرېولگول شی.

خو جمهوری غوښتونکی وايی چی دا د دموکراتانو له خوانه د تیر په څېریوه بله سیاسی دسیسه ده.

د دې سیاسی جنجال زړی د ولسمشر ټرمپ او یوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکی ترمنځ ټیلېفونی خبرې دي.

په دې ټیلیفونو خبرو کې ولسمشر ټرمپ د جوبایډن د زوی په برخه کې د نویو تحقیقاتو غوښتنه کوی همدارنگه ددې تحقیقاتو غوښتنه هم کوی جو بایډن د یوکراین د څارنوال د برطرفولو په برڅه کې څه نقش درلود.

د ولسي جرگې یو معتبر دموکرات وايی د ولسمشر خلاف شکایت کې دا خبره شوېده چی یوکراین ته نظآمی مرستی د مخکی ذکر شوی معلوماتو په بدل کې ورکړی.

XS
SM
MD
LG