د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د مهاجرو د 'شړلو' د پاره د سرحدونو مسئول ونوماوه


توماس هومن په ۲۰۱۸ کې د امریکا او مکسیکو پر سرحد له پوله ساتونکو سره. هومن هغه مهال د مهاجرت او ګمرکاتو د ادارې مرستیال و.
توماس هومن په ۲۰۱۸ کې د امریکا او مکسیکو پر سرحد له پوله ساتونکو سره. هومن هغه مهال د مهاجرت او ګمرکاتو د ادارې مرستیال و.

د متحدو ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، توماس هومن د "سرحدي تزار" په توګه نومولی ترڅو له امریکا څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو مهاجرو د شړلو په اړه د هغه ژمنه عملي کړي.

ټرمپ چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال د میلیونونو ناقانونه مهاجرو د شړلو ژمنه کړې وه، په خپلې ټولنیزې شبکې "ټروت سوشل" کې یکشنبې نومبر ۱۰ (لړم ۲۰) ناوخته ولیکل چې ۶۲ کلن هومن به "د هېواد د سرحدونو مسئول وي... او په زړه پورې اجرأت به وکړي چې له اوږدې مودې څخه یې تمه کېدله."

امریکايي رسنۍ وايي چې ټرمپ د مهاجرت په چارو کې بل سختدریځی سیاستوال سټیفن میلر د سپینې ماڼۍ د پالیسۍ د چارو د مرستیال په توګه نومولی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ د فلوریډا سناتور مارکو روبیو د بهرنیو چارو د وزیر او د استازو په جرګه کې د فلوریډا وکیل مایکل والټز د ملي امنیت د مشاور په توګه په پام کې نیولي دي.

ټرمپ همدارنګه الیز سټیفانیک په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیرې په توګه انتخاب کړې ده. سټیفانیک د ټرمپ کلکه ملاتړې او د متحدو ایالتونو د استازو په خونې کې د نیویارک ایالت وکیله او د جمهوریت غوښتونکو د کنفرانس مشره ده.

ډونالډ ټرمپ د جنوري پنځمې په ټاکنو کې خپلې ډیموکراتې سیالې کاملا هریس ته ماتې ورکړه او د خپلې کابینې د جوړولو لپاره یې له یو شمېر ممکنه کاندیدانو سره خبرې پیل کړي، د استازو په خونه کې د نیویارک بل وکیل لي زیلدین د چاپیریال ساتنې ادارې د مشر په توګه نومولی.

سټیفانیک او زیلدین دواړه د سنا تائید ته اړتیا لري خو د "سرحدي تزار" په توګه د هومن ټاکنه د سنا تائید ته اړتیا نلري.

هومن له دې وړاندې د پولیس او سرحد ساتونکي په توګه دنده اجرا کړې او په دې وروستیو کې په فاکس تلویزیوني شبکه کې د مهاجرو او سرحد د چارو د شنونکي په توګه څرګندېده.

هغه له فاکس سره په یوه مرکه کې وویل چې د اسنادو نه لرونکو مهاجرو د نیولو لپاره به پوځ نه کارول کیږي بلکې د امریکا د مهاجرت او ګمرکاتو اداره به د ټرمپ پلان عملي کوي او دا به "اړین، هدفي او پلان شوي عملیات" وي.

د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال ټرمپ ویلي وو چې هغه به په امریکا کې د قانوني اسنادو نه لرونکي مهاجر، چې د ۱۱ میلیونو په شاوخوا کې دي، راټول او خپلو هېوادونو ته واستوي. د مهاجرت د ادارې مسئولینو کانګرس ته ویلي چې په امریکا کې په زرګونو کډوال چې په قتل او نورو جرمونو تورن دي، تراوسه نه دي نیول شوي.

د ټرمپ ملاتړي د اوهایو ایالت وکیل جیم جورډن سي این این تلویزیون ته د یکشبنې په ورځ وویل چې د مهاجرو د شړلو هڅې به په لومړي سر کې پر هغو ۱.۳ میلیون مهاجرو تمرکز کوي چې د مهاجرت غوښتنه یې رد شوې، په محکمه کې حاضرېدو ته په تمه دي، او دغه کسان به د کورني امنیت د مسئولینو او ځايي پولیسو په واسطه نیول کیږي.

د ولسمشر په توګه په خپله لومړنۍ دوره کې ټرمپ ژمنه وکړه چې د امریکا او مکسیکو ترمنځ په څه باندې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد سرحد به دیوال جوړوي او د مکسیکو دولت به یې لګښت ورکوي. ددغه دیوال یوه برخه جوړه شوه خو مکسیکو یې د لګښت له ورکولو ډډه وکړه.

په خپله لومړنۍ دوره کې ټرمپ همدارنګه ژمنه کړې وه چې په میلیونونو کډوال به شړي، خو د مالي او قانوني ننګونو او د کډوالو د نیولو پر تاکتیکونو باندې د پراخو انتقادونو له کبله ددې کار په عملي کولو کې پاتې راغی. په ځانګړي ډول د کډوالو کورنیو څخه د هغوی د ماشومانو په جلا کولو باندې پراخ انتقادونه وشول، هغه څه چې هومن یې ملاتړ کوي.

د مهاجرت او ګمرکاتو د ادارې د سرپرست په توګه د دندې پر مهال توماس هومن هغه انتقادونه رد کړل چې ویل یې ددې ادارې مسئولینو د کډوالو سره ډیر سخت چلند کوي. هومن له دې وړاندې ټرمپ له دې کبله ستایلی و چې د مهاجرت او ګمرکاتو د ادارې له مامورینو څخه یې "زولنې لیرې کړي" او هغوی ته یې اجازه ورکړې چې د امریکا په خاوره کې په سرحد باندې ناقانونه کډوال ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG