د لاس رسي وړ اتصالات

​ټرمپ: امریکا ته د مهاجرت د منع کولو فرمان لای لیک کوم


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې امریکا ته د مهاجرت منع کولو فرمان لاس لیک کوي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې د ورځې اپریل ۲۲ (غویي ۳) په خپل ټویټر ولیکل چې: «نن زمونږ هیواد ته د مهاجرت د منع کولو فرمان لاس لیک کوم. په عین وخت کې حتی ددغه فرمان پرته زمونږ جنوبي سرحدونه د ۱۷۰ میله نوي دیوال او ۲۷ زره مکسیکوي سرتیرو په مرسته د انسانانو د قاچاق په ګډون ډیر امن شوي دي.»

ښاغلي ټرمپ په ښکاره د یاد فرمان هدف د امریکا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس پراخېدل او د امریکايي وګړو لپاره د کاري زمینو خوندیتوب بللی دی.

ډونالد ټرمپ په دې اړه پرون سه شنبه اپریل ۲۱ پر خپل ټوېټر لیکلي: "د ناڅرګند دښمن برید او د خپلو امریکايي وګړو لپاره د کاري زمینې د خوندیتوب اړتیا ته په کتو، زه یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کوم چې امریکا ته د لنډ مهال لپاره د کډوالۍ بهیر ځنډوي."

تر اوسه معلومه نه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر دغه فرمان به څه وخت اجرا شي او دغه هیواد ته د کډوالۍ بهیر به د څومره وخت لپاره وځنډیږي.

د متحده ایالاتو د دموکرات حزب چارواکو پرون دوشنبه ښاغبی ټرمپ تورن کړ چې هغه د کووید ـ۱۹ ویروس څخه په استفادې د کډوالو په وړاندې له خپل سخت دریځه سیاست نه کار اخلي.

د امریکا په کانګرس کې د تکزاس ایالت استازی «جواکین کاسترو» پر خپل ټوېټر لیکلي: "یاد اقدام نه یوازې دا چې د کروناویروس په وړاندې د ټرمپ د نه بریالي کېدو څخه د خلکو د فکر اړول دي، بلکې له یوه بحران څخه په استفادې د کډوالۍ ضد پروګرام مخته وړل دي."

هغه د خپل حزب له نورو غړو څخه هم غوښتي چې د ټرمپ د دغه پرېکړې پر ضد ودریږي.

د دمکرات حزب یو بل غړي «دون بیر» هم ویلي چې د کډوالۍ بهیر تقریباً درول شوی او متحده ایالات هم نسبت نورو هیوادونو ته د کرونا ویروس ډېر مثبتې پېښې لري.

هغه د ټرمپ دغه پرېکړه «جعل» او له «پردیو څخه وېره» بللې ده.

د امریکا متحده ایالاتو د څیړنیز مرکز د معلوماتو په اساس هر کال له یو میلیون نه زیات کسان دغه هیواد ته مهاجرت کوي چې زیات یې هندي وګړي دي.

ډونالد ټرمپ تر دې مخکې هم د کروناویروس خپرېدو مخنیوي لپاره له اروپا څخه امریکا ته سفرونه ځنډولي وو.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې د کروناویروس خپرېدو جدي اندېښنې را ولاړې کړي او په دغه هیواد کې د کرونا ویروس مړو شوو کسانو شمېر ۴۰۶۶۱ تنو ته رسېدلی دی.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۵۹۷۸۶ تنو ته رسېدلی چې تر ټولو هیوادونو لوړ شمېر دی.

XS
SM
MD
LG