د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په دوو قضیو کې خپل ځان بې ګناه وباله


د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه اګست ۴ (زمري۱۳) د محرمو اسنادو په قضیې کې په دریو نورو تورونو کې خپل ځان بې ګانه وباله او پدې تازه تورونو سره هغه اوس د اسنادو په قضیې کې د ۴۰ تورونو سره مخ دی.

ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند تر ټولو دا مخکښ کاندید د روانې اګست میاشتې په ۱۰ مې د فلوریډا ایالت محکمې ته حاضر شوی وی چې پرې تازه لګیدلي تورونه واوري، خو ټرمپ د خپل دې حق څخه تیر شوی او په غیبي توګه او یا هم د مدافع وکیلانو په حضور کې به قاضي نوي تورونه اعلان کړي.

فدرالي څارنوالان مخکنی جمهور رئیس پدې تورنوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د ماتې خوړلو څخه وروسته یې سلګونه اسناد چې ځیني یې په لوړه کچه محرم و، د ځان سره خپل شخصي استوګنځي ته وړي دي.

پدې اسنادو کې د متحده ایالاتو د اتومي پروګرام او نظامي پلانونو په هکله محرم معلومات هم و او دا تور هم پرې دی چې دا اسناد یې ځینو داسې کسانو ته ورښودلی چې د کتلو اجازه یې نه درلوده.

د امریکا دې پخواني مشر همدارنګه د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې بدلولو په قضیې کې هم ځان بې ګناه وباله. د ټرمپ په خلاف دا دواړ قضیې د عدلیې وزارت لخوا ځانګړی ټاکل شوی مفتش جیک سمیت پر مخ وړي.

پداسې حال کې چې په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د محکمې په شاوخوا کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي و، ډونالډ ټرمپ تقریباً نیم ساعت د قاضۍ موکسیلا اوپدهیایا پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ټرمپ په محکمې کې د قاضي پوښتنو ته ځوابونه وویل او خپل ځان یې بې ګناه وباله.
ټرمپ په محکمې کې د قاضي پوښتنو ته ځوابونه وویل او خپل ځان یې بې ګناه وباله.

په محکمې کې ځانګړی مفتش جیک سمیت هم حضور درلود.

دې قاضۍ ښاغلي ټرمپ ته ویلي چې د روانې اګست میاشتې په ۲۸ مې باید بیا محکمې ته حاضر شي او دا ځل به یې د محکمې مشري یوه بله قاضۍ ټانیا چټکان کوي چې د ښاغلي ټرمپ د محاکمه کیدو قاضۍ به هم وي.

د ټرمپ محاکمه کیدو لپاره لا وروستۍ نیټه نده ټاکل شوې خو د حکومت څارنوالان پدې ټینګار کوي چې هر څومره ژر امکان لري، د محاکمه کیدو لپاره دې نیټه وټاکل شي او د ځنډولو خلاف دي.

ښاغلي ټرمپ ته د پنجشنبې په ورځ په محکمې کې دا هم ویل شوي چې د اګست میاشتې په ۲۸ مې نیټې به یې د محاکمه کیدو نیټه په ډاګه شي.

بل پلو ۷۷ کلن ټرمپ د ځانګړي مفتش لخوا نوي تورونه "ځورونه" او د امریکا لپاره یې "یوه ډیره غمجنه ورځ" بللې.

که له یوې خوا په ټرمپ دا ډول تورونه او حقوقي قضیې انباریږي، له بلې خوا هغه په انتخاباتي غونډو کې د همدې تورونو څخه سیاسي ګټه اخلي او خپلو پلویانو ته پرته لدې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، وایي چې د دموکرات ګوند څارنوالان پدې ډول کړنو سره کوښښ کوي د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزه زیانمنه کړي.

دې تورونو همدارنګه د ټرمپ پلویان هڅولي چې د انتخاباتي مبارزې لپاره یې میلونونه ډالر راټول کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG