د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ټاکنو د نتایجو د لغوه کولو په اړه په ځان لګېدلی تور رد کړ


د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي‌ نهمه) د جورجیا په ایالت کې په هغې جنايي قضیې کې ځان بې ګناه ښکاره کړ، چې ګنې د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې یې د نتایجو د ګډوډولو توطیه جوړه کړې وه.

د امریکا د جمهوریت غوښتونکو ګوند دغه مخکښ کاندید له ۱۳ جنايي تورونو سره مخامخ دی.

په جورجیا کې د ټرمپ قضیه له هغې تیلیفونې مکالمې سره تړلې ده، چې نوموړي په کې چارواکو ته ویلي وو چې ورته ۱۱۷۸۰ رایې «پیدا» کړي. جوبایډن په تېرو انتخاباتو کې په دغه ایالت کې تر دې یوه رایه زیاته وړې او ګټلې یې وه.

دونالډ ټرمپ، چې ۷۷ کلن دی، په همدې قضیې کې تېره اوونۍ د اتلانتا د فولتن زندان مسئولینو ته ځان وسپاره، خو له ۳۰ دقېقو په کم وخت کې د ۲۰۰زره امریکایي ډالرو په ضمانت بېرته خوشې شو.

له ټرمپ سره په دغې قضیې کې ۱۸ نور کسان هم شامل دي، خو ټرمپ غوښتي چې باید د دغو کسانو قضیه د هغه له قضیې څخه جلا کړل شي، دا ۱۸ کسان له محکمې څخه غواړي چې ژر پرېکړه وکړي.

دونالډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړی ولسمشر دی چې له جنايي تورونو سره مخامخ شوی. څو ورځې مخکې د فدرال قاضۍ د هغه د محاکمې نېټه د بل کال د مارچ څلورمه وټاکله، دا په متحدو ایالتونو کې مقدماتي‌انتخاباتو وخت دی. د هغه مدافع وکیلانو غوښتي وو چې دا محاکمه دې په ۲۰۲۶ کال کې وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG