د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران د ملاقات لپاره د بندیزونو لیرې کول غوښتل ما ویل نه


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي د ایران هغه غوښتنه یې رد کړې چې ویلي یې د ملاقات په بدل کې دې بندیزونه لیرې شي.

سره لدې چې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني وایي امریکا ورته وړاندیز کړی چې د خبرو په بدل کې به په تهران ټول بندیزونه لیرې کوي او ایران تر اوسه دا وړاندیز ندی منلی، خو د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پخپل ټویټر کې د ایران دا خبره رد کړې.

ټرمپ په ټویټر کې لیکلي " ایران زما نه غوښتل چې د ملاقات لپاره په هغوي ټول بندیزونه لیرې خو ما ښکاره وویل، نه "

د ایران جمهور رئیس وایي د جرمني، برتانیې او فرانسې په ټینګار یې په نیویارک کې د امریکایي چاراکو سره کتلي دي خو زیاتوي چې امریکا ورته ښکاره ویلي چې ټول بندیزونه لیرې کوي. روحاني پخپلې رسمې ویب پاڼې کې لیکلي "امریکا خبرو ته چمتو و، خو پدې زهرجن او د فشارونو نه ډک وضعیت کېخبرې نه کیږي. "

د اروپایي اتحادیې او خلیج هیوادونو چارواکي د واشنګټن نه هیله لري چې د ایران په اقتصاد به فشارونه همداسې روان وساتي. ایران، امریکایي او د خلیج هیوادونو چارواکو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په فرعې غونډې کې هم سره ونه کتل.

د ایران او واشنګټن اختلافاتو وروسته تر هغه زور واخیسته چې جمهور رئیس ټرمپ د ایران سره د اتومي موافقې نه ووت او بندیزونه یې د سره پرې ولګول. امریکا همدرانګه په ایران تور لګوي چې د سپټمبر د میاشتې په ۱۴مې یې د سعودي عربستان د تیلو په دوه تاسیساتو یې برید کړی خو ایران دغه تورونه رد کړي.

XS
SM
MD
LG