په متحده ایالاتو کې د بیان او مطبوعاتو آزادۍ یوې ملاتړې ادارې سه شنبه جنوري ۲۱ ( سلواغې دویمه) په سترې محکمې کې په ټیک ټاک باندې د بندیز پریکړې ځنډولو په هکله د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان پر ضد عریضه کړیده.
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته تر ستنیدو وروسته په یو اجرائیوي فرمان کې لوی څارنوال ته امر کړی و چې د ټیک ټاک بندولو لپاره د مخکني حکومت په پریکړې عمل د ۷۵ ورځو لپاره وځنډوي تر څو د راتلونکي اقدام لپاره حکومت ته د پریکړې کولو فرصت برابر شي.
ښاغلي ټرمپ د اجرائیوي فرمان لاسلیک کولو پر مهال په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ټیک ټاک نیمایي باید متحده ایالاتو ته ورکړل شي او پرته لدې چې جزیات ورکړي وې ویل چې د ټیک ټاک شبکه ښایي یو ټریلیون ارزښت ولري.
هغه همدارنګه وویل که په امریکا کې د دې شبکې د فعالیت لپاره اجازه ورنکړي، نو هیڅ ارزښت به ونلري.
خو Knight First Amendment Institute په نامه د بیان او مطبوعاتو آزادۍ ملاتړې ادرې د څو نورو ادارو سره په ګډه په سترې محکمې کې د جمهور رئیس ټرمپ فرمان پر ضد عریضه کړیده.
د دې ادارې یوې جګپوړې مامورې رامیه کرشنان ویلي چې د ټرمپ اجرائیوي فرمان په امریکا کې ټیک ټاک له بندیدو نه ژغوري او زیاتوي چې دا فرمان د ټیک ټاک ټول برخلیک د ټرمپ پورې تړي.
میرمن کرشنان همدارنګه ویلي چې په ټیک ټاک بندیز د بیان آزادۍ په ګټه ندی.
هغې د کانګرس لخوا په ټیک ټاک بندیز "ناوړه پالیسي" وبلله او زیاته یې کړه چې د دې پریکړې د بدلولو لپاره د ټرمپ اجرائیوي فرمان "خطرناکه او غیر دیموکراتیکه" بیلګه ده.
په عریضې کې ویل شوي چې د ټیک ټاک بندیدو لپاره د کانګرس لخوا منظور شوی قانون په اساسي قانون کې د لومړۍ تعدیل څخه سرغړاونه ده ځکه چې پدې سره به په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۱۷۰ ملیونه د ټیک ټاک کاروونکي ونشي کړی چې د بیان آزادۍ ته لاسرس ولري، خپل بیان د نورو سره شریک کړي او د نورو بیان واوري.
په عریضې کې همدارنګه ویل شوي چې په ټیک ټاک بندیز له کبله به خلک ونشي کړی معلوماتو، نظریاتو او مطبوعاتو ته لاسرسی ولري.
فورم \ دبحث خونه