د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وایي امریکایان ښایي د ګمرکي تعرفو له کبله اقتصادي 'درد' وویني


د کاناډا-امریکا تر منځ په ګډې پولې کې په سوداګریزو مالونو بال لارۍ لیدل کیږي.
د کاناډا-امریکا تر منځ په ګډې پولې کې په سوداګریزو مالونو بال لارۍ لیدل کیږي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یکشنبه فبروري دویمه ( سلواغې ۱۴) وویل چې په کاناډا، مکسیکو او چین باندې د تازه ګمرکي تعرفو لګیدو له کبله ښایي امریکایي اتباع "اقتصادي درد" وویني خو ټینګار کوی چې د متحده ایالاتو اهدافو خوندیتوب لپاره دا اقدام مهم دی.

ښاغلي ټرمپ تیره ورځ د ژمنې سره سم یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ او د کاناډا، مکسیکو او چین په وارداتو یې د ګمرکي تعرفو لګول پیل کړل.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د نوي اجرائیوي فرمان له مخې به د کاناډا او مکسیکو په وارداتو ۲۵ او د چین په هغو به بیا لس په ۱۰۰ کې ګمرکي تعرفې ولګول شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت په خبري کنفرانس کې وویل چې په کاناډا او مکسیکو دا ګمرکي تعرفې ځکه لګول کیږي چې له همدې هیوادونو څخه "په بې ساري ډول په غیر قانوني توګه فینټنایل راځي چې امریکایي اتباع وژني".

ډونالډ ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې په امریکایي اتباعو د دې ګمرکي تعرفو اغیز په هکله لیکلي، " آیا څه نا څه درد به وي؟ هو، ښایي او ښایي نه وي. خو مونږ به امریکا بیرته خپل عظمت ته ورسوو او دا په هغه قیمت ارزي چې باید ورکړل شي".

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي چې د ټرمپ دا سوداګریزه جګړه به متحده ایالاتو کې د لنډې مودې لپاره پرمختګ ورو کاندي او د شیانو نرخونه به پورته شي.

سره لدې چې تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي چې په کاناډا، چین او مکسیکو یې دا ګمرکي تعرفې ځکه لګولي چې له یوې خوا یې ناقانونه کډوال پریښې متحده ایالاتو ته راشي او بل دلیل یې د فنټنایل په نامه د مخدره موادو راتګ ته چې د ټرمپ حکومت وایي د ګڼ شمیر امریکایي اتباعو د مړینې سبب کیږي.


خو ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ د دې درې واړو هیوادونو سره په سوداګریز کسر غصه ښودلې او وایي چې د متحده ایالاتو سره یې چلند غیر عادلانه دی.

ټرمپ لیکلي، " متحده ایالات د کاناډا، مکسیکو او چین ( تقریباً ټولو هیوادونو) سره ستر کسر لري، د ۳۶ ټرلیون ډالرو څخه پورته او مونږ به تر دې وروسته احمق هیواد نه اوسو".

د کاناډا صدراعظم چې د کار موده یې مخ په خلاصیدو ده د شنبې په ورځ یې هوډ څرګند کړی چې د امریکا یو شمیر اموالو به ۲۵ په سلو کې ګمرکي تعرفه ولګوي او ویلي چې د دې ګمرکي تعرفو لومړی پړاو به د سه شنبې په ورځ پیل شي او دویم پړاو به یې په څو اوونیو کې د تطبیق وړ شي.

ښاغلي ټروډو ویلي چې د جنوري ۲۰ مې نیټې راهیسې چې ټرمپ د متحده ایالاتو جمهور رئیس شوی، کوښښ کوي له هغه سره وغږیږي خو تر اوسه بریالی شوی ندی.

ها خوا د مکسیکو جمهور رئیسې کلایډا شینباوم ویلي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس ټرمپ ته یې وړاندیز کړی چې تر اوسه یې ځواب ندی تر لاسه کړی.

میرمن شینباوم ویلي چې د خپل هیواد اقتصاد وزیر ته یې امر کړی چې د ډونالډ ټرمپ ګمرکي تعرفو په غبرګون کې د ب- پلان تطبیق کړي چې د ګمرکي تعرفو تر څنګ پکې نور اقدامات هم شته دي او ژمنه یې کړې چې د دوشنبې په ورځ به د خپل وروستي اقدام جزیات په ډاګه کړي.

د امریکا جمهور رئیس په اروپایي اتحادیې هم د ګمرکي تعرفي ډیروالي ژمنه کړې او د دې اتحادیې چارواکو ویلي چې قوي ځواب به ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG