د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د فضايي ځواک څانګه رامنځته کړه


له اویاوو کلونو وروسته د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د ( ډسمبر ۲۰ مه ) د فلوریدا په یوه نظامي مرکز کې د فضايي ځواک د جوړیدو خبر ورکړ.

ښاغلي ټرمپ دا یوه تاریخي بریا وګڼل او ویې ویل امریکا تر بل هر وخت اوس د خپلو پوځیانو د قوت لپاره کار کوي.

ټاکل شوېده شپاړس زره نظامي او ملکي پرسونل په فضايي ځواک کې وګمارل شي.

په دې کې به ۲۴ زره نظامي پرسونل چې اوسمهال د فضا مرتبط چارو کې مصروف دي، شامل وي.

ښاغلي ټرمپ وویل د ۲۰۲۰ کال دفاعي بودیجه ددې لپاره ده چې اطمینان ترلاسه شي امریکايي پوځیان د بریا لپاره ټول اړین امکانات او منابع لري.

د امریکا سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ ۷۳۸ میلیارد ډالره دفاعي بودیجه چې تیره اوونۍ د استازو د مجلس له خوا هم تصویب شوې وه منظور کړه.

د ۲۰۲۰ کال د ملي دفاع بودیجې لاسلیک چې فضايي ځواک هم پکې شامل دی د ټرمپ لپاره چې څو ورځې وړاندې د استازو د مجلس له خوا استیضاح شو د ملي امنیتي لومړیتوبونو په برخه کې یوه بریا ګنل کیږي.

ټرمپ وویل:" مخکې له دې چې زه واک ترلاسه کړم. پوځ د بودیجې له ناوړه کموالي سره مخ وو. زموږ پوځ په واضح توگه تر فشار لاندې وو. د جمهوري ریاست د کاندید په توګه، ما ژمنه وکړه چې په مصارفو کې بیځایه کموالی به ختموم څو ډاډ ترلاسه شي چې زموږ پوځ څوک ونشي ننګولی او په نړۍ کې بې جوړې پاتې شي."

د امریکا د فضايي ځواکونو قومندان جنرال جان جې ریمونډ نوې نظامي څانګه د هیواد لپاره مهمه وبلله او ویې ویل په فضا کې د امریکا رهبري د پام وړ ده.

هغه زیاته کړه: "امریکا نن ورځ په فضا کې د نړۍ په کچه غوره ده. "

د پنټاګان د بودیجې په ګډون، دفاعي بودیجه د حکومت د ۱ اعشاریه څلور تریلیون ډالر مصارفو برخه ده چې په ثابت ډول امریکا – مکسیکو په سرحد کې د موانعو د جوړیدو د چارو د دوام په ګډون په دفاعي او کورنیو پروګرامونو کې د غیر موثرو سمپاوو مخه نیسي.

په فضا کې نشي کیدای چې پوځیان ځای پر ځای شي خو فضا د امریکا د اقتصاد او ورځني ژوند لپاره په پراخیدونکي ډول مهمه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG