د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د شمالي کوریا مشر سره خبرو ته هڅې ښې روانې دي


د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ، سپینه ماڼۍ، واشنگټن د مې ٢٦ – مه ٢٠١٨ م کال
د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ، سپینه ماڼۍ، واشنگټن د مې ٢٦ – مه ٢٠١٨ م کال

جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ د شنبی په ورځ وویل په سنگاپور کې د شمالی کوریا د مشر کېم جونگ اون سره د مجلس لپاره هڅې په ډېره ښه توگه روانې دي او مقصد دادی چی دغه غونډه د جون په دولسمه وشی.

د متحدو ایالاتو چارواکي دیکشنبې په ورځ شمالی کوریا ته ورسېدل. هغوی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او شمالی کوریا د مشر کیم جونگ اون ترمنځ دعالی غونډې لپاره شرایط چمتوکوي.

دامریکا یوه مشهوره ورځپاڼه واشنگټن پوسټ په جنوبي کوریا کې د امریکا د یوپخواني سفیر سنگ کېم له قوله لیکی چې ددغو خبرود چمتوکیدو لپاره راغوښتل شویدی.

د جنوبی کوریا جمهوررئس هم د دویم ځل دپاره د شمالی کوریا د رهبر کیم جونگ اون سره ولیدل.

د جون د دولسمې عالي غونډه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل دی لاتراوسه پورې هم د جون ددولسمې نېټی عالی غونډې ته په سنگاپورکې سترگې په لاردی.

ښاغلي ټرمپ وویل: ز ه غواړم داخبره وکړم چې له شمالی کوریا سره د عالی غونډې په تړاو کارونه په ښه توگه پرمخ روان دي. همدا اوس چی موږ خبرې کوو مجلسونه په یوخاص ځای کې روان دي او

ډیرښه حسن نیت موجو د دی. زه فکر کوم خلک غواړی چی موږ ددې مجلس په اړه یو څه وکړلی شو او یوڅه سرته ورسوو."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په همدې اړه زیاته کړله:څرنگه چې د مجلس په اړه خبرې ډېرې ښې روانې دي؛ نوموږد جون ددولسمی نېټی مجلس ته په سنگاپورکې سترگې په لاریو. کوم شی ندی بدل شوی او هڅې په ډیره ښه توگه پرمخ روانې دي.نوموږ به وگورو چې څه پېښېږي.

ټاکل شوې وه چې دغه عالی غونډه د شمالی کوریا له مشر کېم جونگ اون سره د کوریا د ټاپو وزمې د غېراټومی کولو لپاره وشی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ داخبرې وروسته له هغه نه وکړلې چې د یوتاه له یوه اوسیدنکي جاشوا هولټ سره ېې ملاقات وکړ. دغه سړی له وینزوویلانه له دوه کاله بند نه وروسته امریکا ته راستون شوی و.

د متحدو ایالاتو جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ وویل: که چېرې دامجلس سرته ورسېږي او موږ د شمالی کوریا د ټاپووزمې په غېراټومی کولو کېبریالي واوسو، نو دابه د شمالی کوریا لپاره سترکار وي، دابه د جنوبی کوریا لپاره ستر کار وي، دابه د جاپان لپاره ستر کار وی؛ او دنړۍ لپاره به هم ستر کار وي ؛ دابه د متحدو ایالاتو او چین لپاره هم ستر کاروي."

سپینی مآنۍ هم اعلان وکړ چې مخکی ترمخکې دیرش تنه چارواکی سنگاپورته ور لیږي څو ددې غونډې لپاره ضروري شیان برابر کړي.

که دا غونډه وشی نو دابه لومړی ځل وی چی د متحدو ایالاتو یو ولسمشر د شمالی کوریا له رهبرسره ملاقات کوی.

په همدې ترڅ کې د جنوبی کوریا جمهوررئیس دشمالی کوریا له رهبرسره د یکشنبې په ورځ بیا وکتل او وویلکیم جونگ اون له ولسمشر ټرمپ سر ه د مجلس د کولو لپاره متعهد دی.

د جنوبی کوریا جمهوررئیس مون جې ان وویل: موږ په دې موافقه وکړله چې د جون ددولسمی مجلس به په کامیبابی سره سرته ورسیږی او زموږ هڅې به د غېراټومی کولو، او دایمی سولی لپاره ونه درول شی.

مون جې ان د شمالی کوریا د رهبر کېم په اړه وویل: "..ما هغه ته دا پیغام ورکړ چې ولسمشر ټرمپ ډیره پیاوړې اراده لري چې د د شمالی کوریا او امریکا ترمنځ غېردوستانه اړیکی پایته ورسوی. اقتصادی سوکالی منځته راولی، البته که چېرې کیم جونگ اون دا پریکړه وکړي چې د غېراټومی کولو بهیر سرته ورسوي.

د جنوبی کوریا جمهوررئیس مون جې ان په یوه میاشت کېددویم ځل لپاره د شنبی په ورځ وکتل چې داخبره یقینی کړي چې دکیم جونگ اون ملاقات له ولسمشر ټرمپ سره په خپل حال دی.

مون جې ان خبریالانو ته وویل چی د یکشنبی په ورځ دشمالی کوریا رهبر کیم جونگ اون د غیراټومی کولو د بهیر په تړاو خپل تعهد بیا تکرار کړ.

د جنوبی کوریا جمهوررئیس مون چی ان وویل چی له کیم سره ملاقات د هغه په غوښتنه سرته ورسید.

XS
SM
MD
LG