د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ خپل زوم د ستر سلاکار په توګه ټاکلی


د متحدو ایالتونو د کانګرس دیموکرات غړي د ستر سلاکار په توګه د منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د زوم له ټاکل کیدو ناراض دي.

د سې شنبې په ورځ (جنورۍ ۹) د ټرمپ دفتر اعلان وکړ چې منتخب جمهور رئیس خپل ۳۵ کلن زوم، جارد کوشنر د سپنې ماڼۍ د ستر سلاکار په توګه ټاکلی دی.

د کانګرس ځینو غړو د امریکا عدلیې وزارت او د فدرال دولت د اخلاقي ظوابطو ادارې ته د یو لیک په استولو سره غوښتي چې د ټرمپ نوې ګمارنه د اړوند قوانینو په رڼا کې وڅېړي.

په لیک کې دارنګه غوښتل شوي چې د جارد کوشنر د ټاکلو په تړاو د ګټو د تضاد مسله هم وارزول شي.

د امریکا د فدرالي دولت په تشکیلاتو کې د "خپلوان پالنې قانون" پر بنسټ، هیڅ دولتي مقام نشي کولی خپل خپلوان په خپلې اړوندې ادارې او یا هغه اداره کې چې مشري یې ورپه غاړه وي، وګماري.

د ټرمپ کابینه

د امریکا د متحدو ایالتونو سنا مجلس د منتخب جمهور ر‎ئیس د کابینې د نوماندانو لپاره د اعتماد رایې د ورکولو په موخه نن خپله لومړنۍ استعماعیه غونډه پیل کړه.

ټرمپ تمه ښودلې چې سناتوران به د هغه د کابینې ټولو غړو ته د اعتماد رایه ورکړي.

د عدلي وزارت لپاره نوماند وزیر، جیف سیشنر او د کورني امنیت وزارت لپاره نوماند وزیر، جان کیلي هغه کسان دي چې په استعماعیه غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا په سنا کې د جمهوریت غوښتونکو رهبر، له ټرمپ سره تر خپلې لیدنې وروسته هیله ښودلې چې د جنورۍ په شلمه د لوړې تر مراسمو پورې لږترلږه د کابینې اوه غړي د اعتماد رایه واخلي.

XS
SM
MD
LG