د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دوشنبې په ورځ، نومبر ۲۵مه (لیندۍ ۵مه) وویل، په پام کې لري چې متحدو ایالتونو ته د ناقانونه کډوالۍ او نشهيي توکو د سوداګرۍ د مخنیوي په موخه، د مکسیکو او کاناډا څخه پر ټولو وارداتي توکو ۲۵ سلنه او د چین پر وارداتي توکو ۱۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي.
ټرمپ دغه څرګندونې په خپله ټولنیزه رسنۍ "تروت" کې د یو لړ پیغامونو له لارې وکړې. هغه ژمنه وکړه چې متحده ایالاتو ته پر ټولو وارداتي توکو د لوړو ګمرکي تعرفو په وضع کولو سره به د دې هېواد لوی سوداګریز شریکان تر فشار لاندې راولي.
ټرمپ په یوه پیغام کې وویل: "د جنورۍ په شلمه نېټه، د خپلو لومړیو اجرائیوي فرمانونو په لړ کې به ټول اړین اسناد لاسلیک کړم، ترڅو د مکسیکو او کاناډا څخه متحده ایالاتو ته پر ټولو وارداتي توکو ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي."
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۲۰ د متحده ایالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي او له هغې وروسته په رسمي توګه د خپلې دویمې دورې د ولسمشرۍ کار پیل کړي.
ټرمپ همدارنګه په یوه جلا پیغام کې ویلي: "د فنتانیل په نوم د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د چین د ناکامۍ له امله به په هغو ټولو چینايي محصولاتو ۱۰ سلنه اضافي تعرفه ولګول شي چې له دې هېواده متحده ایالاتو ته واردېږي."
ګمرکي تعرفې د ټرمپ د اقتصادي تګلارې مهمه برخه بلل کېږي. نوموړي د ولسمشرۍ ټاکنو څخه مخکې ژمنه کړې وه چې د خپلو متحدینو او مخالفینو پر وړاندې پراخې ګمرکي تعرفې وضع کړي.
په ورته وخت کې، ځینې اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دغه تعرفې به اقتصادي پرمختګ زیانمن کړي او د انفلاسیون کچه به لوړه کړي.
دغه کارپوهان استدلال کوي، چې واردونکي، چې دغه توکي متحده ایالاتو ته راوړي، د تعرفو لګښتونه به ادا کړي، خو په پای کې به دا اضافي لګښتونه د خلکو له جیبونو څخه واخیستل شي.
خو بلخوا بیا ټرمپ ته ځینې نږدې کسان پدې اند دي، چې دغه تعرفې د سوداګریزو مذاکراتو (چنې وهلو) لپاره اغېزمنې وسیلې دي. هغوی استدلال کوي چې متحده ایالات د دې تعرفو په وسیله پر خپلو سوداګریزو شریکانو فشار واردولی شي، ترڅو ښه سوداګریز شرایط ومني او تولیدي کاروبارونه له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته امریکا ته راستانه کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې پداسې حال کې کړي دي، چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ سوداګریزې اړیکې د ټرمپ په لومړي دوره کې د یو بل پر وارداتو د تعرفو د لګولو امله هم ترینګلې شوې وې.
ټرمپ همدارنګه له متحده ایالاتو سره نړیوال سوداګرۍ غیرعادلانه ګڼلې ده. هغه په خپله لومړنۍ ولسمشرۍ کې، نه یوازې د چین پر محصولاتو، بلکې د کاناډا، مکسیکو او اروپایي اتحادیې د فولادو او المونیمو پر وارداتو هم ګمرکي مالیات وضع کړي وو.
فورم \ دبحث خونه