د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: په دوو کلونو کې ۲۲زره کسان د نري رنځ له کبله مړه شوي 


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وایي، په تیرو دوو کلنو کې افغانستان کې د نري رنځ یا توبرکلوز په ناروغۍ نږدې سل زره تنه اخته شوي.

د عامې روغتیا وزارت شمیرې ښيي چې افغانستان د نړۍ د هغو څو هیوادونو په ډله کې دی، چې هر کال په کې زیات شمیر خلک د نري رنځ په ناروغۍ اخته کیږي.

دغه وزارت وايي، چې په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د نري رنځ یا توبرکلوز نږدې سل زره نوې پیښې ثبت شوي دي، چې له امله یې په دغو دوو کلنو کې تر ۲۲زرو پورې کسان پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر خبریالانو ته وویل، چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په افغانستان کې ۴۶۰۸۵ تنه او په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ۵۰۷۷۰ تنه د نري رنځ پر ناروغۍ اخته شوي دي او ۲۲ زره تنه په دغو دوو کلنو کې ددغې ناروغۍ په وجه مړه شوي دي.

ډاکټر هژیر وویل چې په ټولو ۸۵۲ روغتیايي مرکزونو کې د نري رنځ پر ناروغۍ د اخته ناروغانو "تشخیص او درملنه په وړیا ډول ترسره کیږي".

د روغتیا د نړیوال سازمان ډبلیو ایج او د معلوماتو له مخې افغانستان کې د سړو پرتله د ښځو په منځ کې د نري رنځ ناروغي زیاته لیدل کیږي او پر دغې ناروغۍ له شپیته فیصدو څخه زیاته مړینه هم د ښځینه ناروغانو ترمنځ رامنځ ته کیږي.

افغانستان کې د خلکو اقتصادي ستونزې ، روغتیايي خدمتونو ته کم لاس رسی او ناوخته درملنه د دغې ناروغۍ د خپریدو په علتونو کې ښودل کیږي.

د طالبانو د عامې روغتیا ویاند ډاکټر جاوید هژیر وايي، چې هڅه کوي چې د نري رنځ د تشخیص د مرکزونو شمیر زیات او د افغانستان ټولو ولسوالیو کې د تشخیص مرکزونه فعال کړي.

ډاکټران وايي، چې د نري رنځ ناروغي ساري ناروغۍ ده چې پر دغې ناروغۍ د اخته شخص څخه بل شخص ته په اسانۍ انتقالیږي او د همدې له امله ډاکټران وايي چې که په کومه کورنۍ کې څوک په دغې ناروغۍ اخته شوی وي باید د خوړو ټول وسایل لکه ګلاس پیاله، بشقاب او کاسه باید د کورنۍ د روغو کسانو څخه جلا شي.

ډاکټران وايي که پر وخت یې درملنه وشي پر دغې ناروغۍ اخته ناروغان بیرته ترې ښه کیدلی شي.

XS
SM
MD
LG