د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې په انقره کې د برید په تور لسګونه کسان نیولي


د یکشنبې په ورځ په انقره کې په دغه برید کې د ترکیې پولیسو یو بریدګر په ډزو وواژه او بل یې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخې ته په ظاهره ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د یکشنبې په ورځ په انقره کې په دغه برید کې د ترکیې پولیسو یو بریدګر په ډزو وواژه او بل یې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخې ته په ظاهره ځانمرګي برید کې ووژل شو.

ترکیې د سه شنبې په ورځ اکتوبر دریمه (تلې ۱۱) په پایتخت انقره کې د برید په تړاو په لسګونو مشکوک کرد وسله وال او د هغوی ملاتړي ونیول.

د ترکیې په سویل ختیځ کرد میشته سیمه کې دا نیونې دوه ورځې وروسته له هغه شوي چې د کردستان د خلکو ګوند (پي کې کې) یوې څانګې چې ترکیه او د هغې لویدیځ متحدین یې ترهګره ډله بولي، د یکشنبې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

په دغه برید کې د ترکیې پولیسو یو بریدګر په ډزو وواژه او بل یې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت مخې ته په ظاهره ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل، امنیتي ځواکونو په ۱۶ ولایتونو کې د "ترهګرۍ سازمان ۶۷ غړي" نیولي دي.

یرلیکایا د برید په اړه وویل: "د ترهګرو نه یوه تن چې چاودیدونکي توکي یې په ځان پورې تړلي وو، ځانته چاودنه ورکړه. بل کس یې مخکې له دې چې د چاودنې لپاره فرصت ومومي پر سر وویشتل شو او له منځه ولاړ."

له پیښې څو ساعته وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پارلمان په پرانیستونکې غونډه کې ګډون وکړ. اردوغان د بریدوګرو د مخینوي په خاطر د پولیسو غبرګون ستایلی دی.

هغه ویلي: "په هغه عمل کې چې دوه قاتلین له منځه ولاړل دا د ترهګرو وروستی زور و. رذیلانو چې د خلکو سوله او امنیت په نښه کړی دی هیڅکله خپلو موخو ته رسیدلی نشي. هېڅکله نشي رسیدلی."

یوه جګپوړي ترکي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې بریدګرو د یو کسله وژلو وروسته د هغه موټر غلا کړی و. دا له ۲۰۱۶ کال وروسته په انقره کې لومړنی برید دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG