د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د استانبول نه د اسرائیل ډیپلومات وشړه


په استانبول کې د اسرائیل ضد مظاهرې
په استانبول کې د اسرائیل ضد مظاهرې

ترکیې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال او غزې کې د فلسطینانو د وژلو په غبرګون کې د اسرائیل ډيپلومات وشړه او خپل ډیپلوماتان یې هم ورغوښتي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي د اسرائیل له قونسلگرۍ نه یې غوښتي چې د یوې مودې لپاره له استانبول نه ووځي.

ترکیې دغه کار په غزه کې د اسرائیلي قواو له خوا د شاوخوا ٦٠ تنو فلسطیني اعتراض کوونکو د وژنې په غبرگون کې کړی دی چې د اسرائیلي قواو سره په تاوتریخوالي کې وژل شوي دي.

ترکیه په غزه کې د فلسطیني اعتراض کوونکو په وړاندې د اسرائیلي قواو د چلند او همداشان بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږدولو د تصمیم د سختو انتقاد کوونکو څخه ده.

ترکیې د جمعې په ورځ خپل سفیران له تل ابیب او واشنگټن څخه وروغوښتل او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان د بیړنۍ غونډې جوړیدل یې وغوښتل. جمهور رئیس رجب طیب اردوغان په غزه کې د دوشنبې د ورځې وینې تویدنې د ٢٠١۴ کال راهیسې د غزې د شخړې تر ټولو خونړۍ پیښه وگڼله او هغه یې د نسل وژنې په نامه یاده کړه او اسرائیل یې یو تروریستي دولت وگاڼه.

د چهارشنبې په ورځ اسرائیل په استانبول کې د هغه هیواد د سفیر سره د ترکیې چلند سخت وغانده او په اعتراض کې یې د ترکیې د سفارت شاردافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

دا د ٢٠١٠ کال د پیښې وروسته چې د اسرائیل له خوا د غزې د محاصرې پر وخت په یوه بېړۍ کې ١٠ تنه ترکي فعالین ووژل شول او ترکیې د ٢٠١٦ پورې د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې، تر ټولو سخت دیپلواتیک کړکیچ دی.

د خلیج عرب هیوادونه – د غزې کړکیچ

له بلې خوا عربي هیوادونو په غزه کې په روانه اونۍ کې د شاوخوا ۶۰ فلسطیني اعتراض کوونکو وژنه په سختو ټکو غندلې، خو د اسوشیتید پرس اژانس د رپوټ له مخې د صحنې شا ته ښایي ځینې عرب مشران د ایران د نفوذ نه د ډار په وجه د اسرائیل سره په پټه په تماس کې وي.

سعودي عربستان چې ځان په نړۍ کې د اسلام ساتونکی بولي په یوه لنډه اعلامیه کې د غزې پیښه غندلې او د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ یې کړی دی.

ددې هیواد ولیعهد محمد بن سلمان په تیر یو کال کې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره نژدې اړیکې ساتلي دي او فلسطیني چارواکي وایي د سعودي عربستان د میانځگړیتوب په وجه د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د سولې لپاره د امریکا وړاندیز تر ډیره د اسرائیل په گټه دی.

د مارچ په میاشت کې پداسې حال کې په غزه کې اعتراضونه روان وو د سعودي ولیعهد په واشنگټن کې د اسرائیل پلوه یهودي مشرانو سره ولیدل او د اکسیس په نامه د آنلاین خبري پاڼې د رپوټ په اساس پدغه کتنه کې محمد بن سلمان ویلي وو چې فلسطینیان باید دغه وړاندیزونه ومني او یا دی "خوله وتړي او اعتراضونه دې بند کړي".

همداشان هغه په واشنگټن کې د اتلانتیک څیړنیز مرکز ته دا هم ویلي چې اسرائیل "ددې حق لري چې خپل هیواد ولري." همداشان هغه ویلي چې که سوله راشي نو د خلیج د عربي هیوادونو او اسرائیل ترمنځ اړیکې به د دواړو خواو په گټه وي.

سعودي عربستان یو له کم شمیر هیوادونو څخه و چې د ایران د اټومي ټرون نه یې د جمهور رئیس ټرمپ د وتلو تصمیم هرکلی وکړ. د اسوشیتید پرس په وینا یواځې سعودي اسرائیل ندی نژدې شوی بلکه د بحرین د بهرنیو چارو وزیر خالد بن احمد الخلیفه په پخل ټویټر کې تیره اونۍ په سوریه کې پر ایراني اهدافو باندې د اسرائیل د بریدونو هرکلی کړی دی.

خو بحرین اسرائیل ته د نژدې کیدو سره سره د فلسطینيانو وژنه غندلې، د ازاد فلسطیني دولت په جوړیدو یې ټینگار کړی چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمینه اوسي. متحده عربي اماراتو هم په غزه کې د اسرائیلي قواو چلند غندلی دی او د دوبۍ د نشنل ورځپاڼې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لیږدول یوه نوې بدبختي گڼلې ده.

د عربي هیوادونو له ډلې څخه قطر په یوه اعلامیه کې تر ټولو په سخته لهجه د غزې وژنې غندلي دي. قطر د غزې په بیاودانولو باندې میلیونو ډالر لگولي او د اسرائیل سره په هم آهنگۍ یې هلته زیاتې بشري مرستې لیږدولي دي.

XS
SM
MD
LG