د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې کابل ته پروازونه بند کړل؛ افغان حکومت وايي دلایل یې معلوم نه دي


د ترکیې د ترانسپورت وزارت نن د یکشنبې په ورځ، جولای، ۱۹ (چنګاښ ۲۹) ویلي چې چې افغانستان او ایران ته یې د الوتکو پروازونه بند کړیدي.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د الوتکو دا پروزاونه د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر شوي.

د افغانستان د هوايی چلند د ملکي ادارې مشر قاسم وفايي‌زاده وايي چې د ترکیې حکومت افغان حکومت ته د خپلو پروازونو د بندولو خبر ورکړی دی.

ښاغلي وفايي زاده وویل چې د یکشنبې په شپه د ترکیې د عامې روغتیا وزرات افغانستان ته خبر ورکړ چې د کابل-استانبول پروازونه ځنډوي. نوموړی وايي چې د دغه کار دلایل یې روښانه کړي نه دي خو انګېرل کیږي چې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوی یې اصلي علت دی.

هغه وايي چې دوی د پروازونو د بندېدو او د پروازونه د بیا پیل کېدو په اړه د ترکیې له حکومت سره جدي‌خبرې کوي چې د حل یوه لار پیدا شي.

د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي لپاره د نړۍ اکثریت هیوادونو د الوتکو پرازونه بند کړي و خو د ترکیې هوایي شرکت د جون د میاشتې په یوولسمې نیټې خپل پروزانه بیا پیل کړل.

د ترکیې د هوایي شرکت لومړنی پرواز د دریو میاشتو ځنډ وروسته د جون د میاشتې په ۲۴ مې نیټ د استانبول نه کابل ته وشو.

د ایران دولتي خبري اژانس هم نن د یکشنبې په ورځ ویلي چې ترکیې ته د ایران د هوایي شرکتونو د پروازونو جواز لغوه شوي او د ترکیې سره یې پوله د سره تړلې.

د ایران د عامې روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۷۴ زره کسان په هیواد کې په کرونا اخته شوي او د ۱۴ زرو نه زیاتی مړه شویدي. د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم ویلي چې ښایي تر پنځه دیرش میلونو پورې کسان د کرونا په ویروس اخته شي.

XS
SM
MD
LG