د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې دفاع وزیر: د سوریې له نوي حکومت سره پوځي همکاریو ته چمتو یو


د ترکیې دفاع وزیر یشار ګولر د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) وویل که په سوریې کې د اسلامپالو یاغیانو په مشرۍ نوی حکومت ترې وغواړي، چمتو دي چې پوځي مرستې ورته برابرې کړې.

د ترکیې د حکومتي خبري اژانس انادولو او نورو رسنیو د راپورونو په اساس ګولر خبریالانو ته وویل چې د سوریې نوې رهبرۍ ته ته باید فرصت ورکړل شي او ترکیه "چمتو ده چې د نوي حکومت لخوا د غوښتنې په صورت کې لازم ملاتړ برابر کړي".

د ترکیې دفاع وزیر د هیات تحریر الشام د ایتلاف په اړه، چې د القاعده په شبکه کې ریښې لري او د یو شمېر غربي هېوادونو لخوا د "تروریستي سازمان" په توګه پېژندل شوی، وویل "باید ولیدل شي نوی حکومت څه کوي. موږ فکر کوو مهمه ده چې هغوی ته فرصت ورکړل شي."

هیات تحریر الشام رهبرۍ تل په خپلو ویناو کې پر اعتدال ټینګار کړی او ویلي یې دي چې انتقالي حکومت به د قانون تر حاکمیت لاندې د ټولو سوریایانو حقونه خوندي‌ کړي.

ګولر وویل چې د سوریې نوی حکومت "ټولو دولتي ادارو، ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو ته د درناوي" ژمنه کړې او ویلي یې دي چې په سوریه کې به د کیمیاوي وسلو په تړاو هر ډول ترلاسه شوي شواهد به د اتومي وسلو د مخنیوي له سازمان سره شریک کړي.

د ترکیې دغه لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې دا څرګندونې کړي دي چې د نړۍ د هېوادونو مشرانو په سوریې کې د اسلامپالو یاغیانو لخوا د بشارالاسد د رژیم نسکورېدو ته غبرګون ښودلی او اکثرو یې په دغه هېواد کې د اقلیتونو د خوندیتوب او د ګډوډیو د مخنیوي او سوله‌ییز انتقال لپاره د سیاسي خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

په سوریې کې وروستي تحولات د هیات تحریر الشام ډلې په ناڅاپي بریدونو سره پیل شول. دغې اسلامپالې ډلې د نومبر په ۲۷ د ترکیې او نورو متحدو ډلو په ملاتړ د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترکیې پولې ته څیرمه ناڅاپي او چټک بریدونه پیل کړل او په لنډ وخت کې یې د مهمو ښارونو په نیولو سره د بشارالاسد رژیم نسکور کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG