د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: کردي جنتګیالي لاهم د سوریې سرحدي سیمو کې شته


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اوردغان پرروسیې او امریکا غږ وکړ چې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اوردغان پرروسیې او امریکا غږ وکړ چې په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي، او دا یقیني کړي چې کردي وسله وال د سوریې په شمال کې د ترکېې سرحد ته نږدې سیمو څخه چې ووځي.

ښاغلي اردوغان د خپل حاکم ګوند د پارلمان غړو ته په خپلې اونیزې وینا کې وویل چې د سوریې د شمال ختیځې سیمې په ځینو برخو کې لا هم کردي ځواکونه شتون لري.

هغه وايي د امریکا او روسیې په مینځګړیتوب په شویو موافقو کې دا ویل شوي وو چې ترکیه به خپل پوځي عملیات دروي او په بدل کې به یې کردي ځواکونه د ځینو ځانګړو سیمو څخه وځي.

ترکیه د کردانو په مشري قواوو ته چې په سیمه کې میشت دي د ترهګرو په سترګه ګوري او ادعا کوي چې دغه ځواکونه د کردانو د کارګر ګوند یا (پي کې کې) سره چې د امریکا، ترکیې او اروپايي اتحاد له لوري د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوی دی، اړیکې لري.

خو امریکا بیا دغو کردانو ته د ترهګرو په سترګه نه ګوري او د یوې متحدې قوې په توګه یې بلي چې د اسلامي دولت په نامه ډلې پرضد یې په مبارزه کې مهمه ونډه لوبولې ده.

اردغان په خپلې وینا کې وویل" مونږ پوهیږو چې ترهګر د خوندي سیمو [سیف زون] شاوخوا چې دواړو خواوو یې په تعیینولو کې نقش لوبولی و، اوس هم سته. دوی مونږ ته دوکه نسي راکولای چې ووايي چې مونږ ترهګر د سیمې څخه ایستلي دي او دغه سیمې مونږ د ترهګرو د حضور څخه پاکې کړې."

هغه وویل چې کردي وسله وال لاهم په تال رفات او د منبج په سیمو کې حضور لري او دغه راز د راس العین ښارګوټي په ختیځ هم پراته دي.

ترکیې د امریکاد متحده ایلاتو او د روسېې سره د شویو موافقو پر اساس کردان باید د سرحدي سیمو څخه ۳۰ کیلو میتره شاته ولاړ شي او سرحدي سیمې تخلیه کړي.

XS
SM
MD
LG