د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه وايي د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې له نږدې څاري


د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا د متحدینو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات دي
د نومبر په پنځمه نېټه د امریکا د متحدینو ایالتونو د جمهوري ریاست انتخابات دي

په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او شنونکي وايي انقره دغه ټاکنې ځکه له نږدې څاري چې پایلې یې له واشنګټن سره د خپلو اړیکو لپاره مهمي ګڼي.

څارونکي وايي چې ولسمشرۍ ته کاندیدان ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په وړاندې مختلف دریځونه لري، خو اردوغان تمه لري چې که هر یو یې ټاکنې وګټي، هغه ورڅخه ګټه پورته کړي.

خو د ټرمپ یا هریس بری، د شنونکو په باور، د ترکیې د ولسمشر له ننګونو سره مخامخ کوي. د اقتصادي او بهرنۍ پالیسۍ څیړنیز مرکز شنونکي سینان اولجن وویل: "د ټرمپ په تیرې دورې کې، د اردوغان او ټرمپ ترمنځ سیاسي اړیکې خورا پیاوړې وې. اوس مهال د بایډن او اردوغان تر منځ اړیکې سړې دي، او که کامله هریس یی وګټي، نو دا اړیکې ممکن خورا نورې هم سړې شي."

اردوغان د امریکا د ټاکنو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې، خو شنونکي یادونه کوي چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او ترکیې مشرانو نهه ځلې سره لیدلي چې په دې کې واشنګټن ته خاص میلمه په توګه د اردوغان سفر هم شامل دی. خو ولسمشر بایډن یوازې یو ځل له اردوغان سره د نړیوالو غونډو په جریان کې یوازی یوه لنډه کتنه کړې ده.

د بروکينګز څیړنیز مرکز شنونکې اصلي ايدينتاسباس وايي د اردوغان لپاره په داخلي سیاست کې د امریکا له ولسمشر سره ښې اړیکې لرل ډیرې مهمې دي.

ایدینتاسباس زیاته کړه: " دا په ملک کې دننه د هغه د موقف او مشروعیت لپاره خورا مهم دی. هغه یو شخصي سیستم جوړ کړی، خو خپل رایه ورکوونکي یې هم قانع کړي چې هغه یو اثر لرونکی مشر دی او له کبله یې ترکیه وده کوي او هغه ډیر مهم دی."

اردوغان اکثرا د ټرمپ سره خپلې اړیکې تودې بللې دي. سره له دې چې د ټرمپ په دورې کې هغه د روسیې نه د توغندیو د پیرودلو له امله د بندیزونو سره مخ شو.

ټرمپ یو ځل حتی ګواښ کړی و چې هغه به د ترکیې اقتصاد "په بشپړ ډول ویجاړ او له منځه یوسي." دا ګواښ ټرمپ له هغه وروسته کړی و چې ترکیی د امریکا د ملاتړ لرونکو د سوریې په کردي ځواکونو د برید ګواښ وکړ

ټرمپ د حماس او حزب الله په ضد په جګړو کې د اسرائیل د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي او شنونکي وايي چې دا به د امریکا او ترکیې د مشرانو ترمنځ یو ځل بیا اختلافات پیدا کړي.

سیاسي شنونکې اوزګور اونلوحصارجیکلي وویل: "د منځني ختیځ او د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړی په اړه د ولسمشر ټرمپ چلند کولی شي په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی تر دومره حده زیات کړي چې سیمه ایزه جګړه د مخنیوي وړ پاتی نه شي. نو د ټرمپ ولسمشري د ترکیې لپاره ډیر فرصتونه لري، خو د ډیرو ګواښونو سره."

که څه هم د د بایډن او اردوغان ترمنځ مستقیم تماس محدود دی، خو ترکیه او امریکا، چې دواړه د ناټو غړي دي، په زیاتیدونکي ډول له یو بل سره همکاري لري. شنونکي وايي په امریکا کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هر کاندید بریا انقرې ته ګټې او خطرونه دواړه لري.

په واشنګټن کې د بروکینګز انسټیټیوټ ايدينتاسباس وویل: "د کامله هریس اداره به د روان وضعیت د دوام په معنی وي خو د ترکیې او متحده ایالاتو په اړیکو کې د ثبات ژمنه کوي، په داسې حال کې چې ټرمپ دومره غیر متوقع دی چې کیدای شي [له ترکیې سره اړیکې] ډیرې ښې شي او یا ډیرې بدې."

په داسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د روانې شخړې بیړنی حل لاره نه تر سترګو کیږي، شنونکي خبرداری ورکوي چې د ټرمپ نا څرګند دریځ انقرې ته خطر پیښوي، خو اردوغان به بیا هم د دې فرصت په لټه کې وي چې له ټرمپ سره خپلې اړیکې نوي کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG