د لاس رسي وړ اتصالات

د ۱۲ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز عاجل لغو کیدل وغوښتل


ارشیف
ارشیف

د اروپايي ټولنې د استازي په ګډون د دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له خوا په غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ته په غبرګون کې د طالبانو له مشرانو غوښتي، چې خپله دغه پریکړه دې بیرته واخلي.

په یوه ګډه اعلامیه کې چې د چهارشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر ۲۸ (مرغومی اوم) خپره شوې د امریکا د متحده ایالاتو، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، اټیالیې، جاپان، ناروې، سویس، هالنډ، برتانیې د بهرنیو چارو وزیرانواو د اروپايي ټولنې لوړپوړې استازي له خوا خپره شوې د طالبانو په دې پریکړه یې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د دغو دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د اروپايي ټولنې د استازي په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې د طالبانو دا نوی اقدام د میلیونونو افغانانو ژوند، چې بشري مرستو باندې متکي دي ګواښ سره مخ کوي.

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت د دې اونۍ په سر کې ددغه وزارت د سرپرست مولوي دین محمد حنیف په لاس لیک په یو مکتوب کې ویلي، چې د اسلامي حجات د نه مراعات کولو له امله یې په داخلي او بهرنیو غیر حکومتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي" تر هغې پورې، چې په افغانستان کې [ښځې]د مرستې رسونې په بهیر کې ګډون ونکړي د مرستې رسونې غیر دولتي ادارې به په دې ونه توانیږي، چې په دغه هیواد کې تر ټولو اړو خلکو ته لاس رسی پیدا کړي او هغوی ته خواړه، درمل او نورو موادو ته چې ورته اړتیا لري ورسوي".

د دولسو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازي ویلي، چې د مرستې رسونې په چارو کې د ښځو نه ګډون به افغانستان د ستونزو سره مخ کړي. هغوی همداشان ویلي، چې د طالبان لا هم د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو، ازادۍ او هوساینې کمزوري کولو او نړیوالې ټولنې سره خپلو اړیکو عادې کولو په برخه کې نه لیوالتیا ته دوام ورکوي.

په دې ګډه اعلامیه کې ویل شوي " مونږ کار ، ښونځیو، پوهنتونونو ته د نجونو د ستنولواو په ټولنه کې د هغوی اساسي رول د ترسره کولو په برخو کې د افغانانو غوښتنو څخه ملاتړ کوو". همداشان هغوی ټینګار کړی، چې طالبان باید افغانستان کې د ښځو او نجونو سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.

ددې ګډې اعلامیې دمخه د ملګروملتونو د امنیت شورا په ګډون د ښځو ملاتړنړیوالو ادارو د طالبانو د حکومت له خوا پر ښځو د لګیدلو محدودیتونو د پریکړو د بیرته اخیستلو غوښتني کړي دي. خو طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد درې ورځې دمخه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي و، چې کومې موسسې چې افغانستان کې فعالیت کوي باید ددغه هیواد قوانین رعایت کړي.

مجاهد ویلي " مونږ چاته اجازه نه ورکوو، چې د بشري مرستو په نوم د پریکړو او یا هم د افغانستان د اسلامي امارت د مسولینو د څرګندونو په اړه بې مسولیته وغږیږي او یا هم ګواښ وکړي".

XS
SM
MD
LG