د لاس رسي وړ اتصالات

سوریه کې د پوځ او ترکیې د ملاتړ څخه برخمنو یاغیانو تر منځ جګړې کې ۲۳ تنه وژل شوي


د سوریې د بشري حقونو څار ادراه وایي یکشنبه سپټمبر ۳ (وږي۱۲) د دې هیواد هساکې په ولایت کې د حکومتي ځواکونو او هغو یاغیانو تر منځ نښتو کې چې ترکیه یې تر شا ولاړه ده، لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شویدي.

د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان چې مرکز یې په بریتانیا کې دی او په سوریه کې د جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري وایي چې جګړه وروسته تر هغه ونښته چې یاغیانو کوښښ کاوه دې سیمې ته ننوځي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې په نښتو کې ۱۸ یاغیان او د سوریې د رژیم د امنیتي ځواکونو پنځه غړي وژل شوي. په پیښه کې ګڼ شمیر کسان ټپي شوي هم دي خو د بشري حقونو د څار ادارې مشر پدې هکله څه ندي ویلي چې د ټپي شویو کسانو شمیر څومره دی.

دا نښتنه د هساکې ولایت د تل تمر په سیمه کې شوې چې په شمال لویدیځ خوا کې پرته ده. تل تمر د سوریې په شمال لویدیځ کې د هغو سیمو سره په پوله پرته ده چې کنټرول یې د ترکي پلوو یاغیانو په لاس کې دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د سوریې دموکراتیکو ځواکونو چې کردې ملیشې دي او د سوریې پوځ د ترکیې د ملاتړ څخه برخمنو یاغیانو په خلاف دې جګړې کې برخه درلوده خو دا نده معلومه چې آیا په جګړې کې کردي ملیشې هم وژل شوي که نه.

د سوریې په شمال کې دې سیمو کې کردي ملیشې هم فعالې دي او د ترکیې پوځ د ۲۰۱۶ کال راپدیخوا څو ځله پکې تعرضي عملیات وکړل تر څو کردي یاغیان وځپي او د سیمې کنټرول هغو یاغیانو ته ورکړي چې د انقرې پلوي کوي.

خو په ۲۰۱۹ کال کې د روسیې په منځګړتوب یوه موافقه وشوه چې له مخې یې د سوریې حکومتي ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د دې سیمې په سرحدونو کې به ځای پر ځای کیږي او ترکیه به خپل تعرضي عملیات بندوي.

تیره میاشت د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمیر غړي هم دې سیمې ته ورغلي و او د سیمې د چارواکو سره یې کتلي و.

د استازو مجلس غړي فرینچ هیل، بین کلاین او سکاټ فیټزګیرلاډ پدې امریکایي پلاوي کې شامل و.

دوي د حلب ولایت د اعزاز په ښار کې یو روغتون ولید او هم یې د هغو ماشومانو سره ولیدل چې میندې یا پلرونه یې د سوریې په کورنۍ جګړې کې وژل شویدي.

په سیمه کې د انتقالي حکومت ویاند یاسر الحاجي چې ترکیه یې ملاتړ کوي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي و چې ددې امریکایي پلاوي د سفر هدف دا دی چې په آزادو شویو سیمو کې واقعیت ولیدل شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG