د لاس رسي وړ اتصالات

وزیرستان کې پر امنیتي پوستې برید کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

پاکستاني چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په دته خېلو سیمه کې د وسله وال برید په ترڅ کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (ISPR) نن یکشنبه نومبر ۲۸ (لیندۍ ۷) ویلي چې وسله والو د عسکرو پر امنیتي پوستې برید کړی او په خبره یې د دواړو لورو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

په بیان کې ويل شوي چې د یاد برید پرمهال د رحمان او عارف په نومونو دوه پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د پاکستاني عسکرو پر امنیتي پوستې دغه برید پر داسې مهال کیږي چې د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو پر یوې میاشتي اوربند موافقه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ په بلوچستان کې د ماین په چاودنه کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي و.

همدارنګه د پېښور په حیات اباد سیمه کې هم دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي و.

په حیات اباد کې پر پاکستاني عسکرو د برید مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG