د لاس رسي وړ اتصالات

یخنۍ په جوزجان کې دوه ماشومان وژلي


په تیرو درې کلونو کې شاوخوا یو ملیون افغانانو له خپلو سیمو کډه کړې. (عکس له آرشیف څخه)
په تیرو درې کلونو کې شاوخوا یو ملیون افغانانو له خپلو سیمو کډه کړې. (عکس له آرشیف څخه)

له فاریاب څخه جوزجان ته د بیځایه شوو کډوالو دوه ماشومان د سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

سلګونه کورنې د جګړو او ناامنیو له کبله په فاریاب ولایت کې بې ځایه شوي دي. تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ سازمان (اوچا) وویل چې ۳۰۰ کورنۍ یې په بیړنۍ توګه د فاریاب ولایت له پښتون کوټ ولسوالۍ څخه په الوتکو کې تر میمنې ښار پورې ولیږدولې.

سیمه ایز چارواکي وايي‌ چې شاوخوا سل کورنۍ له فاریاب نه ګاونډي ولایت جوزجان ته هم بې ځایه شوي دي.

اوس بې ځایه شوې کورنۍ وايي چې په دوي کې دوه ماشومان د ډیرې سړې هوا له کبله مړه شوي دي.

د عبدالرحیم په نامه یوه بې ځایه شوي امریکاغږ ته وویل”ناامنیو له وجې دې ځاې ته راغلی یم. دلته ډیرې کورنۍ ناروغه دي او هغه ډاکټران چې دلته راځي، نه شي کولای ټولو ته ورسیږي. دولت هم زمونږ لپاره هیڅ نه دي کړي او مونږ په دې یخ ژمي کې پرته له هیڅ ډول امکاناتو پراته یو. “

محمد رسول یو بل کډوال وویل ”که مونږ ته اړینه پاملرنه ونشي، ډیر کسان به دلته خپل ژوند له لاسه ورکړي. له دې حالته چې مونږ ورسره لاس او ګریوان یو ډیره ښه ده چې دولت راشي او دلته مو له یو سره ووژني تر څو د ژوند له دې دردونو او کړاونو خلاص شو. “

د جوزجان د کډوالو ریاست وایي چې سږ کال یوولس زره کسان له فاریاب او سرپل څخه ددې ولایت مرکز ته کډه شوي دي. چارواکي زیاتوي چې له بې ځایه شوو سره ځيني بشري مرستې شوي، خو نورو مرستو ته هم اړتیا شته‌.

XS
SM
MD
LG