د زابل په ولایت کې د پولیسو قوماندان جنرال میرویس نورزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن د غرمې وروسته شاوخوا درې نیمې بجې د دغه ولایت د شهر صفا په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې درې تنه چې دوه یې سیمه ایز خبریالان او بل د هغوی ډرایور دی ټپیان شوي دي.
د زابل ولایت د ولایتي شورا رئیس عطاجان حقبیان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې له تیرو دریو ورځو راهیسې افغان ځواکونو د شهرصفا په ولسوالۍ کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې عملیات پیل کړي، نن دغه خبریالان د دغو عملیاتو د بهیر څخه د رپوټ د برابرولو لپاره سیمې ته تللي وو چې د سړک د غاړې د ماین د پیښې ښکار شول.
ټپیان د درملنې لپاره د زابل مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.
په دې پیښه کې لعل جان افغان د رڼا خبري اژانس او زابل ټایمز خبریال، قدرت الله کمره مین او د دوی ډرایور جاوید احمد ټپیان شوي خو ډاکټرانو د هغوی روغتیایي وضعیت له اندیښنې بهر ګڼلی دی.
لعل جان افغان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی ته ویل شوي وو چې سیمه تصفیه شوې خو کله چې په لاره درې پوځي وسایط تیرشول او د دوی موټر د تیریدو په حال کې وه چې چادونه وشوه.
تراوسه په دغو خبریالانو باندې د برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.