د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ دوه مامورین نادرکه شوي


ویل کیږي دغه ډیپلوماتان د تورخم له لارې پاکستان ته تلل
ویل کیږي دغه ډیپلوماتان د تورخم له لارې پاکستان ته تلل

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې له تیرې جمعې د ورځې راهیسې د تورخم- جلال اباد پر لویه لاره د پاکستان د قونسلګرۍ دوه کارکوونکي نادرکه شوي دي.

د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د تېرې جمعې په ورځ په ننګرهار کې د پاکستان د قونسلګرۍ دوه کارکوونکي چې غوښتل یې پاکستان ته لاړ شي د تورخم- جلال اباد د لویې لارې په اوږدو کې تري تم شوي دي.

نوموړی وايي چې د قونسلګرۍ له مسولینو سره په همغږۍ د نادرکه شویو مامورینو په موندلو پسې یې هڅې پیل کړې دي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې ددغو مامورینو د تښتولو یا برمته کولو ادعا نه کړې، خو د ننګرهار ولایتي اداره وايي پلټنې یې پیل کړې دي.

د بلې خوا په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې د دغه هیواد د جلال اباد قنسلګرۍ دوه مامورین چې د تیرې جمعې په ورځ د جلال اباد څخه پیښور ته د ځمکې له لارې په لار وو، د جلال اباد – تورخم د لارې په اوږدو کې لا درکه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفتر په دغه اعلامیه کې ویلي چې افغان حکومت د اړوندو ادارو سره یې په دې مسله خبرې کړي دي او په دې مسله په دوامداره توګه له افغان حکومت سره په اړیکه کې دی.

دا بیان وایي "افغان چارواکو اصلاع راکړې، چې د دې پیښې لپاره یې خپلې ټولې هڅې په کار واچولي او په مصونه توګه د دغو مامورینو د موندلو لپاره یې د پلټنې درې جلا ټیمونه جوړ کړي دي ".

په دې بیان کې ویل شوي چې پاکستان د افغان حکومت څخه د دغو مامورینو د موندلو لپاره د ټولوهڅو ترسره کولو او هم د قانون منګلو ته د دغه ناوړه عمل د عاملینو د سپارلوغوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG