د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې په ۲۰۲۰ میلادي کال د پولیو دوه مثبتې پیښې ثبت شوي دي


روغتیایي چارواکې وایي چې د پوليو له دو پیښو څخه يې یوه پیښه د هلمند په واشیر ولسولۍ او دوهمه د زابل په میزانه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي.

د عامي روغتیا وزارت وايي چي په جنوبي ولایتونو کې د نا امنیو له کبله تر یو ميلیون زیات ماشومان د پولیو له واکسین څخه محروم پاته دي او پدغه سیمه کې د ګوزڼ موجود وایرس د زیات شمیر ماشومانو روغتیا ګواښي.

په افغانستان کې د پولیو د پروګرام مسئول او د عامي روغتیا وزارت ستر سلاکار ډاکتر هدایت الله ستانګزي امریکا غږ ته وويل چې د کال په پیل کې د پولیو د دو مثبو پیښو رامنځ ته کیده، د ډيري اندېښنې وړ روغتیايي مسئله ده.

ښاغلي ستانگزي وويل: " بدبختانه د واشیر په ولسوالۍ کې یوه شپږ کلنه ماشومه نجلۍ ګوزن وهلې او دوهم د میزاني په ولسوالۍ کې هم یوه ماشومه نجلۍ چي ۸ میاشتنۍ ده د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې، دغه دواړه هغه سیمي دي چي له تیرو دو کالو راهیسې پکښې ماشومان د کور په کور پولیو واکسین له کمپاینونو څخه محروم پاته دي".

ډاکتر ستانګزی زیاتوي چي: " دا هغه سیمي دي چي د دولت وسله وال مخالفین پکښې فعال حضور لري او زموږ لوړ شمیر پاته ماشومان هم په همدې سیمو کې ژوند کوي، موږ د تاوتریخوالي د کمیدو د اونۍ له پيل سره سم په شلو ولایتونو کې د واکسین فرعي کمپاين پيل کړی او زموږ هیله داده چې د سولي په خبرو کې هم د روغتیا حق ته پاملرنه وشي تر څو زموږ ماشومان د ګوزڼ په څیر ناروغیو پر وړاندي وقایه شي".

بلي خواته په افغانستان کې د پوليو د پروګرام سره مرسته کونکې بنسټونه هم د پوليو د ناروغۍ د موجودیت په اړه اندېښنه ښيي.

په افغانستان کې د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکا غږ ته وويل چي ټولنه دې د ستونزي په حل کې اغیزمني هڅي وکړي

ده وويل: "د کال پدغه موسم کې چي د پوليو د ویروس د خپریدو لږ چانس پکښې دی د نویو پیښو رامنځ ته کیده د ډيري اندېښنې وړ موضوع ده، یوازنی حل د مسئلې دادی چې میندي او پلرونه باید د خپلو ماشومانو وقايې ته پام تر بل هر وخت زیات کړي".

تیر کال هم په جنوبي ولایتونو کې د ټول هیواد په کچه د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ زیاتي پیښي ثبت شوي وې چي ټول شمیر يې ۲۰ ته رسیده.

روغتیايي مسئولین وايې چې تر هر ماشوم پوري د پوليو ضد څاڅکو رسول د یادي ناروغۍ مخ نیوی کولای شي خو تر پرله پسې هڅو سره سره بیاهم دوی دغه هدف ته ندي رسیدلي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG