د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د ظاهر قدیر پر میلمستون د برید مسولیت ومانه


د جلال اباد په ښار کې د ښاغلي قدیر میلمستون مخې ته په ننني برید کې دوه بریدګر او د حاجي ظاهر قدیر دوه ساتوونکي وژل شوي دي
د جلال اباد په ښار کې د ښاغلي قدیر میلمستون مخې ته په ننني برید کې دوه بریدګر او د حاجي ظاهر قدیر دوه ساتوونکي وژل شوي دي

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په جلال آباد مې د افغانستان د ولسي جرگې د غړي حاجي ظاهر قدیر پر میلمستون باندې د برید مسؤلیت منلی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي چې د جلال اباد په ښار کې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر پر میلمستون باندې دغه برید د دوو ځانمرګو بریدګرو د وژل کیدو وروسته نن له غرمې وړاندې شاوخوا یوولس بجې پای ته ورسید.

د داعش خبري څانگې اعماق، تائید کړه چې ددې ډلې دوو بریدگرو د ظاهر قدیر پر میلمستون باندې ځانمرگی برید کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغه برید کې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي چې یو یې ځان ته چاودنه ورکړې او بل یې د حاجي ظاهر قدیر ساتوونکو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

ښاغلي خوږیاڼي وویل چې د برید په پیل کې لومړني بریدګر چې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې د ظاهر قدیر څلور ساتونکي په ډزو ویشتلي چې دوه یې وژل شوي او دوه نور زخمیان دي.

عیني شاهدان وايي چې د پېښې له ځایه یې یو شمېر مړي او ټپیان روغتون ته د انتقال په حال کې لیدلي.

د حاجي ظاهر قدیر د ساتوونکو قوماندان په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې ښاغلی قدیر د برید پر وخت په همدغه مېلمستون کې و، خو هغه ته په برید کې زیان نه دی ر سیدلی.

نن له غرمې وړاندې څه باندې لسو بجو د جلال اباد ښار په لومړنۍ ناحیه کې دوو ځانمرګود حاجي ظاهر قدیر پر مېلمستون برید وکړ.

حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې غړی دی او په ننګرهار کې د داعش ډلې په مخالفت یې څو ځله خپل وسله وال سړي د دغې ډلې سره په اچین کې د جګړې ډګر ته هم استولي دي.

XS
SM
MD
LG