د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې ناڅرګندو وسله والو دوې خویندې وژلي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د لوګر پوليس وايي چې د دغه ولايت په محمد آغې ولسوالۍ کې وسله والو کسانو دوې خويندې ويشتلي او وژلې دي.

د لوګر د امنيه قوماندان وياند شاهپور احمدزي نن یکشنبه جون اوومه (غبرګولې ۱۸) ویلي چې دغه وژل شوي ښځې خويندې وې، پرون د شنبې په مازديګر د محمد آغې ولسوالۍ په مغل خېلو سیمه کې يې وسله والو پر موټر ډزې کړي او وژلي يې دي.

نوموړي زياته کړه چې وژل شوو ښځو د يوې حقوقي قضيې په ترڅ کې خپله يوه اندازه ځمکه پر يوه ځايي اوسېدونکي خرڅه کړې وه.

هغه وویل: "دغه خويندې د ځمکې په بدل کې د خپلو پيسو په تر لاسه کولو وروسته په خپل موټر کې تر بريد لاندې راغلې دي."

شاهپور احمدزی وايي، وسله وال چې درې تنه وو، پيسې يې هم ترې وړې دي.

هغه زياته کړه چې مېرمن پښتون شاوخوا يو کال مخکې په کابل کې د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو د مامورې په توګه دنده ترسره کړې وه او خور يې کومه دنده نه درلوده.

که څه هم د دې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو د لوګر پوليس ادعا کوي چې دا کار وسله والو طالبانو کړی دی.

طالبانو تر دې مهال په دې اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG