د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د وسلو خرڅلاو ولې زیات شوی؟ 


د امریکا په متحده ایالاتو کې د وسلو خرڅوونکي وایي چې پدې هیواد کې د وسلو د خرڅلاو بازار تود شوی چې په عواملو کې یې د کروناویروس وبا، ناکرارۍ او د امریکا انتخابات ګڼل شوي دي.

د امریکا د حکومت شمیرې ښیي چې په تيرو څو لسیزو کې د وسلو د خرڅلاو د کنترول د قانون پر سر بحثونه، په ځانګړې توګه د دموکراتو جمهورو رئیسانو د انتخابیدو وروسته چې د وسلو د کنترول غوښتونکي دي، ډزې او ډله ییزې وژنې د هغو عواملو څخه دي چې د وسلو د خرڅلاو د زیاتیدو سبب شوي دي.

د وسلو د بازار کارپوهان او هغه څیړونک چې په متحده ایالاتو کې د وسلو د مالکیت په اړه يې پلټنې کړي دې نتیجې ته رسیدلي چې په امریکا کې د وسلو زیات اخیستونکي سپین پوستان، نارینه او هغه کسان دي چې محافظه کاره سیاسي لید لوری لري؛ هغه کسان چې ویل کیږي اکثر یې یو یا څو میله وسلې لري.

د تاریخي پلوه سپین پوستي نارینه په متحده ایالاتو کې تر ټولو زیات د وسلو پیرودونکي دي. د پیو د څیړنیز مرکز د یوې څیړنې له مخې چې په ۲۰۱۷ کې شوې د امریکا نژدې نیمایي سپین پوسته نارینه اوسیدونکي وسلې لري، د غیر سپین پوستو نارینو ترمنځ د وسلو د درلودلو د مالکیت شمیره ۲۵ په سلو کې ذکر شوی ده.

خو سږکال په امریکا کې د وسلو بازار په بیسارې توګه د نویو مشتریانو د زیاتیدو شاهد دی چې د لومړي ځل لپاره وسلې اخلي. د رویترز اژانس د رپوټ له مخې ښځې، لږکي او د لیبرال سیاسي نظر لرونکي چې پخوا یې د وسلې درلودلو سره چندان مینه نه درلودله، سږکال د امریکا د وسلو اخیستنې په بازار کې ورګډ شوي دي.

شمیرو ښودلې چې په ۲۰۲۰ کې ۴۰ فیصده وسله اخیستونکي هغه کسان دي چې د لومړي ځل لپاره یې وسلې اخیستې دي. دا د تیر کال په پرتله دوه چنده زیاتوالی ښيي.

تر اوسه نه د وسلو د خرڅولو شرکتونو او نه هم د امریکا حکومت د وسلو د خرڅلاو او د هغې د اخیستونکو د ځانګړتیا په هکله دقیق او مشرح اطلاعات ندي ورکړي. د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې (اف بي آی) د سوابقو د ارزونې څانګې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ۴۱ فیصده هغو کسانو د زیاتیدو خبر ورکړی چې د وسلو لرلو لپاره یې جواز ارزول شوی دی.

په امریکا کې د مارچ په میاشت کې په هغه اونۍ کې تر ټولو زیاتې وسلې خرڅې شوی وې چې د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس کړکیچ نړیواله وبا اعلان کړ. د رویترز اژانس ویلي چې د جورج فلویډ له مړینې وروسته چې د پراخو مظاهرو سبب شو د جون میاشت په امریکا کې د وسلو د خرڅلاو تر ټولو توده میاشت وه.

د شمیرو له مخې چې په ۲۰۱۷ کې خپرې شوي امریکایانو پدې کال کې ۳۹۳ میلیونه میل وسله درلوده، پداسې حال کې چې په هغه کال کې د امریکا نفوس ۳۲۵ میلیون تنو ته رسیده.

څیړونکي وایي په کوڅو او سړکونو کې د سیاسي ناکراریو اړوند تاوتریخوالي سربیره د وسلو د خرڅلاو زیاتیدل کیدای شي په امریکا کې د وسلې درلودلو اړوند مړینو د زیاتیدو په توګه تعبیر شي.

د امریکا هاروارډ پوهنتون د استاد دیویډ هیمنوی، په وینا زیات شمیر مدرکونه شته چې په کورونو کې د وسلو شتون د ځان وژنو او د دغو کورنیو د غړو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي او ډزو چانس زیاتوي.

د امریکا د امراضو د کنترول او وقایي ادارې د شمیرو له مخې یواځې په ۲۰۱۷ کال کې په متحده ایالاتو کې نژدې ۴۰ زره کسان په مرمیو باندې د لګیدو او ډزو په وجه د ټپونو له امله مړه شوي دي چې ۶۰ فیصدو یې ځان وژنه او ۳۷ فیصدو یې قتلونه وو.

د وسلو د کنترول بحث تل د امریکا د انتخاباتو په درشل کې د ګرمو بحثونو څخه وي او زیات شمیر رای ورکوونکي حتی هغوی چې ګوندي اړیکې نلري ددې موضوع په هکله د هر کاندید تګلارې ته په کتلو رایه ورکوي.

XS
SM
MD
LG