د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: بلک هاک هلیکوپترې باید بیرته افغانستان ته وسپارل شي


د طالبانو د دفاع وزارت وایي د افغانستان د پخواني حکومت د بلک هاک هلیکوپترې چې ویل کیږي له ازبیکستان څخه متحده ایالاتو ته انتقال شوي،د افغانستان ملکیت دي او باید بېرته افغانانو ته وسپارل شي.

د طالبانو د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي : "د خپرو شویو راپورونو له مخې د هغو هلیکوپترو له جملې څخه چې د پخوانۍ ادارې د نسکوریدو په وخت له افغانستان څخه اوزبیکستان ته انتقال شوې وې، اووه یې امریکا ته انتقال شوې دي."

دغه وزارت ویلي: "څرنګه چې دا الوتکې د افغانستان ملکیت دي، او د افغانستان د تیرې ادارې لخوا اوزبیکستان ته د تیښتې په مهال انتقال شوې دي، باید بیرته افغانستان ته را انتقال کړل شي. دا چې یادې الوتکې د هر دلیل له مخې امریکا ته انتقالیږي، موږته داسې کول د منلو نه دي. ځکه د افغانستان خلک حق لري د خپل حق دفاع وکړي او پوښتنه وکړي او ګاونډی هیوادونه باید هم د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي."

په اعلامیه کې راغلي چې "له امریکا څخه هم غواړو چې بېرته افغانستان ته د یادو ټولو الوتکو د را انتقالېدو په لاره کې خنډونه وانچوي بلکه بیرته یې افغانانوته وسپاري."

امریکايي مقاماتو په رسمي ډول له اوزبیکستان څخه امریکا ته د دغو هلیکږوپترو د سپارلو په اړه څه نه دي ویلي. خو يو جګپوړي امريکايي مقام چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسيت له امله په راپور کې يې نوم واخيستل شي، د دغو هلیکوپترو سپارل تائيد کړي او ویلي چې: "هو، امريکا له ازبکستان څخه اووه UH-60 (بلک هاک هلیکوپتر) ایستلي خو په اړه یې نور جزییات څرګند نکړل."

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې وکړې او ویلي یې دي چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات یې هلته پریښودل.

ټرمپ وویل: "موږ خپل ټول پوځ بیا جوړ کړ او بیا هغوی (د بایډن ادارې) طالبانو ته میلیاردونه ډالر ورکړل. هغوی زموږ پوځي تجهیزات، یوه لویه برخه یې زموږ دښمن ته ورکړه."

د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا هغوی ته زیاتې پیسې ورکړي. د ټرمپ په وینا، که طالبان پیسې غواړي، باید پاتې پوځي تجهیزات بیرته امریکا ته ورکړي.

د رپوټونو له مخې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې په ۱۵ د پخواني جمهوري رژیم د ړنګیدو او کابل ته د طالبانو د وسله والو د ننوتلو څو ساعته وړاندې یو شمیر افغان پیلوټانو د ځینو پخوانیو مقاماتو او د خپلو خپلوانو د انتقال لپاره د هلیکوپترو په ګډون شاوخوا ۶۰ بېلابېل ډوله نظامي الوتکې اوزبیکستان او تاجیکستان ته انتقال کړې وې. دغه هلیکوپترې او الوتکې د امریکا له لورې د افغانستان جمهوري دولته ته اهدا شوې وې.

هغه مهال د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني هم له څو پوځي هلیکوپترو سره اوزبیکستان ته وتښتید او بیا له هغه ځایه متحده عربي اماراتو ته ولاړ.

تراوسه د منځنۍ اسیا دغو دوو هیوادونو ته د افغانستان د پخواني پوځ ددغو انتقال شویو الوتکو او هیلکوپترونو دقیق شمیر څرګند نه دی، خو له دې وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ یو ویاند راب لودویک ویلي و چې ۴۶ الوتکې په اوزبیکستان کې او ۱۸ نورې الوتکې په تاجیکستان کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG