د لاس رسي وړ اتصالات

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره: افغانستان کې د خپلو نیول شویو اتباعو په اړه په خبرو بوخت یو


د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره سویلا براورمن
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره سویلا براورمن

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره سویلا براورمن وايي چې د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو له لوري د دریو نیول شویو بریتانویانو په اړه په مذاکراتو بوخت دی.

د فرانس پرس د راپور په اساس سویلا براورمن د یکشنبې په ورځ سکای نیوز ته ویلي دي: «حکومت په مذاکراتو بوخت دی او جدي کار کوي‌ چې د خلکو مصونیت تضمین شي.»

نوموړې نه دي ویلي چې دا مذاکرات کله، څنګه او له چا سره پیل شوي دي.

په همدې حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «موږ جدي کار کوو چې په افغانستان کې نیول شویو بریتانویانو ته کونسلي رابطه برابره شي او موږ یې د کورنیو ننګه کوو.»

په کونسلي تماس کې توقیف شویو کسانو ته صحي خدمتونه، له کورنۍ سره تیلفوني‌ اړیکې او دا ډول نور اړوند مسائيل شامل دي.

بریتانوي رسنۍ وايي چې په نیول شویو کسانو کې یې یو کوین کارنیول نومېږي چې په صحي برخې کې یې کار کاوه، دویم یې د یوې ادارې د هوټل مدیر دی او درېیم یې د بریتانیا د یوټیوب یو مشهور کاروونکی سټوري مایل روټلیج دی.

د «پریزیدیم شبکې» په نوم د یوې غیر انتفاعي ټولنې مرستیال سکاټ ریچارډ فرانس پرس ته ویلي دي چې پهنیول شویو کسانو کې یې دوه د دوی کارکوونکي دي.

هغه وویل چې د یکشنبې په ورځ یې له دې خلکو سره «خبرې اترې» شوې دي‌ او هغوی په «ښه وضعیت» کې دي.

سکاټ ریچارډ زیاته کړه: «دوی زموږ په باور ظاهره د ناقانونه وسلې په لرلو تورن شوي، سره له دې چې دا وسله په یو صندوق کې ساتل کېده او جواز یې هم ورسره دی. زما په باور دا وضعیت د یو سوءتفاهم له کبله دی.»

د طالبانو حکومت لا د دغو کسانو په اړه څه نه دي ویلي. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په افغانستان کې بهرنیان نیسي او بنديان کوي، تر دې مخکې یې هم ځینې بهرني‌ اتباع د بېلا بېلو تورونو په اساس نیولي او توقیف کړي دي.

په بهرنیو اتباعو سربېره، طالبانو په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته، سلګونه د پوهنتون استادان، مدني فعالان، خبریالان، د ښځو حقونو مدافعان او نور نیولي او بندیان کړي. د بشري حقونو سازمانونه د طالبانو حکومت د بشري حقونو په سرغړونې تورنوي، خو طالبان یې نه مني.

XS
SM
MD
LG