د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه اوکراین ته د کروز توغندي استوي


د برتانیې د دفاع وزیر پخپلو خبرو کې دا ونه ویل چې څومره دا ډول توغندي اوکراین ته ورکوي.
د برتانیې د دفاع وزیر پخپلو خبرو کې دا ونه ویل چې څومره دا ډول توغندي اوکراین ته ورکوي.

د برتانیې د دفاع وزیر بین والیس وایي اوکراین ته لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي ورکوي چې د روسیې د ۱۴ میاشتني یرغل مقابله پرې وکړي.

ښاغلي والیس پنجشنبه مې ۱۱ (غوایي۲۱) د پارلمان غړیو ته په وینا کې وویل چې د (Storm Shadow) یا د توپان سیوری په نامه دا توغندي چې ۲۵۰ کیلو مټره واټن ویشتلی شي د لومړي ځل لپاره کیف ته ورکول کیږي چې د پخوا راهیسي یې د تر لاسه کولو غوښتنه درلوده.

د برتانیې دې جګپوړي نظامي چارواکي پرته لدې چې نور جزیات ورکړي پخپلو خبرو کې وویل چې دا توغندي د "استول کیدو په حال کې دي او یا هغه هیواد ته رسیدلي دي".

د دفاع وزیر د دې توغندیو شمیر هم په ډاګه نکړ.

په عین حال کې برتانوي مطبوعاتو ویلي چې دا توغندي به د اوکراین امنیتي ځواکونه وتوانوي چې د جګړې د لومړیو کرښو څخه وراخوا هم د روسیې په ځواکونو بریدونه وکړي.

سره لدې چې اوکراین ژمنه کړې د دې توغندیو څخه به په روسیې د برید کولو لپاره کار وانخلي خو کولی شي آن په کریمیا کې روسي اهداف په نښه کړي چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې لاندې کړه.

د برتانیې د دفاع وزیر هم وویل چې د دې توغندیو څخه به د اوکراین په خپلواکې سیمې کې د روسي ځواکونو سره په جګړې کې وکارول شي.

بین والیس زیاته کړه چې د کیف سره د لندن دا مرستې مسؤلانه، سنجول شوې او همغږې شویدي او وړاندې یې وویل چې "پداسې حال کې چې برتانیه ملکیان وژني، مونږ لاس تر زنې نشو کښیناستلی".

دا توغندي داسې مهال اوکراین ته ورکول کیږي چې د دې هیواد د ملي ګارد پوځیانو په مرکزي ساحو کې روزنیز تمرینات پیل کړي او د روسیې د پوځي یرغل څه باندې یو کال وروسته پسرلنیو دفاعي عملیاتو ته چمتوالی نیسي.

د اوکراین تعرضي قطعې هڅه کوي د پسرلنيو دفاعي عملیاتو د پیل وړاندې، په ژمي کې د روسي ځواکونو لخوا نیول شوې ساحې بیرته ازادې کړي.

اسوشیتید پریس اژانس په راپور کې ویلي چې روسیې د اوکراین یو پر پنځمه برخه خاوره نیولې ده.

د دې تیاریو سره سره د د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي ویلي اوس یې وخت ندی چې ځواکونه یې د هغو سیمو د بیرته نیولو لپاره تعرضي عملیات پیل کړي چې روسي ځواکونو نیولي دي.

ښاغلي زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ په تازه مرکې کې وویل، " مونږ لږ نور وخت ته اړتیا لرو".

پدې چمتوالي کې د غربي شریکانو لخوا د اوکرایني ځواکونو روزنه هم شامله ده او دې هیواد ته د نورو ټانکونو، مهماتو او هوایي دفاع سیستمونو لیږل یې هم مهمه برخه ده.

د اوکراین جمهور رئیس پدې هکله وویل، " هغه څه چې مونږ یې اوس مهال لرو مخکې پرې تللی شو او بریالي کیدی هم شو خو مونږ به ډیر خلک د لاسه ورکړو او دا نه منل کیدونکې ده".

XS
SM
MD
LG