د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین په کریمیا کې د روسیې د بحري ځواکونو قومانداني په توغندیو ویشتلې


د اوکراین پوځ جمعه سپټمبر ۲۲ (وږي ۳۱) ویلي چې په کریمیا کې په تورې بحیرې کې د روسیې د بحري ځواکونو د قطعې په مرکز د توغنديو برید دوي کړی.

پدې برید کې چې لږ تر لږه د روسیې یو سرتیری ورک شوی او د بحري ځواکونو اډې کې ستر اور بل شوی.

د کریمیا تر ټولو د ستر ښار سیواستوپول والي چې د روسیې لخوا ټاکل شوی مطبوعاتو ته تائید کړې چې د بحري ځواکونو قطعه د "دښمن" په توغندیو ویشتل شوې خو د وراني او مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

اوکراین تائید کړې چې دا برید هغوي کړی او پدې ټاپو کې یې د روسیې د بحري ځواکونو قطعه په نښه کړې وه.

د اوکراین پوځ په یوې اعلامیې کې چې په ټیلګرام کې خپره کړې ویلي چې ددې هیواد دفاعي ځواکونو د سیتواستوپول په ښار کې چې "روسیې په موقتي توګه قبضه کړی، د روسیې د بحري ځواکونو د قوماندې مرکز باندې په بریالۍ توګه برید کړی".

د اوکراین د بحري ځواکونو یو ویاند د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې په برید کې د توغندیو څخه کار اخیستل شوی خو پدې هکله یې تبصره ونکړه چې آیا دا برید بحري ځواکونو کړی که نه.

دې ویاند همدارنګه ویلي چې دا ډول بریدونه به دوام ولري.

روسیې کریمیا په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې خاورې سره یو ځای کړله خو اوکراین هوډ کړی چې بیرته به یې نیسي.
په عین حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د برید څخه وروسته یو سرتیری ورک دی. دې وزارت په لومړي سر کې ویلي و چې یو سرتیری په برید کې وژل شوی.

روسیې دا ادعا هم کړې چې د هوایي دفاع سیستم پنځه توغندي شنډ کړي او ویلي چې په برید کې " توري بحیري د بحري ځواکونو تاریخي قطعې مرکز" ته زیان رسیدلی خو د زیان

د برید څخه په سیمه کې حکومتي چارواکو له خلکو غوښتي و چې د خپلو کورونو څخه د باندې راونوځي او د هغې سیمې انځورنه دې هم نه اخلي چې برید پرې شوی و.

د دې ښار والي چې شاوخوا ۵ سوه زره خلک پکې ژوند کوي، په خبرداري کې خلکو ته ویلي و چې د بل برید امکان شته دی.

د روسیې د بحري ځواکونو په قطعې دا برید داسې مهال کیږي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي واشنګټن ډي سي ته راغلی و او یو ځل بیا یې د متحدینو څخه د نورو وسلو غوښتنه وکړله تر څو په همدې وسلو وکړی شي د روسیې څخه د خپل هیواد نیول شیمې سیمې بیرته ونیسي.

زیلینسکي داسې مهال واشنګټن ته راغلی و چې اوکرایني ځواکونو د روسیې څخه د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د ځوابي برید عملیات پیل کړي او د غربي هیوادونو څخه یې د نورو وسلو غوښتنه کړې.

هغه د همدې روانې سپټمبر میاشتې په ۸ مې خبرداری ورکړی و چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والی د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

اوکراین د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې وروسته تر هغه چې د غربي هیوادونو څخه یې ځینې وسلې تر لاسه کړلې، د روسي ځواکونو څخه د هیواد د یو شمیر برخو بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل خو دا چې د کیف ځواکونه د روسیې د ځواکونو د قوي سنګرونو سره مخ دي، تر اوسه یې په جګړې کې ډیر پرمختګ ندی کړی.

سره لدې لویدیځو هیوادونو ویلي چې د اوکراین د ځوابي برید عملیات په بریالۍ روان دي خو جمهور رئیس زیلینسکي خبرداری ورکړی هر څومره چې د وسلو ورکړه ځنډیږي، هماغومره ډیر خلک زیانمنیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG