د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د انتخاباتو د کولو لپاره د روسیې پریکړه وغندله


د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمتری کولیبا
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمتری کولیبا

اوکراین د شنبې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) ددغه هیواد په اشغال شویو سیمو کې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د روسیې پلان په کلکه وغانده او هغه یې "باطل او بې اعتباره" اعلان کړ او ژمنه یې وکړه هغه څارونکي چې د ټاکنو د څارنې لپاره استول کیږي تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي.

د روسیې د پارلمان مشرانو جرګې تېره اوونۍ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات به د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې ترسره شي او د دې جرګې مشرې ولنتینا ماتوینکو وویل، چې د اوکراین د څلورو نیول شویو سیمو اوسېدونکي به وکولای شي د لومړي ځل لپاره په انتخاباتو کې رایې ورکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې وویل: "مونږ د نړیوالې ټولنې غواړو چې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره د روسیې اراده په کلکه وغندي او د هغو کسانو په وړاندې بندیزونه ولګوي چې د هغې په تنظیم او پلي کولو کې ښکیل دي."

دغه وزارت همدارنګه هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې د څارونکو له لیږلو څخه ډډه وکړي او زیاته یې کړه چې سرغړونکي به "جزایی مسؤلیت ولري."

په اعلامیې کې راغلي: "په روسیه کې هره ټاکنه له ډموکراسۍ سره هیڅ تړاو نه لري. دوی یوازې د روسیې د رژیم په واک ساتلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار کوي."

د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې روسیې د اوکراین لوهانسک، دونیتسک، خرسون او زاپوریژیا سیمې له خپلې خاورې سره یوځای کړې، خو نړیوالې ټولنې له روسیې سره د دغو سیمو یوځای کېدل په رسمیت نه دي پېژندلي.

روسیه ادعا کوي چې دا سیمې یې د تیر کال له ټولپوښتنې وروسته د ځان سره ضمیمه کړي، پداسې حال کې چې روسیه په هیڅ یوه سیمه بشپړ ډول کنټرول نه لري او کیف او لویدیځ د روسیې دغه ټولپوښتنه د "ساختګي ټاکنو" په توګه رد کړې ده.

په دې ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ، دسمبر اتمه (لیندۍ ۱۷) تائید کړه چې هغه به د ولسمشرۍ په ټاکنو کې برخه واخلي، چې ټاکل شوې د ۲۰۲۴ په مارچ کې ترسره شي، او وویل چې په دې ټاکنو کې د مبارزې پرته "بله لار" نلري.

پوتين په کرملين کې د پوځي پرسونل د جايزې له مراسمو وروسته وويل: "ما په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل فکرونه درلودل، خو دا د پرېکړې وخت دی. زه د فدراتیفې روسیې د ولسمشرۍ لپاره ځان کانديدوم."

ولادیمیر پوتین له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۸ پورې د روسیې د ولسمشر په توګه، له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۲ پورې د صدراعظم په توګه او بیا له ۲۰۱۲ څخه تر اوسه بیا د روسیې د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.

پوتین د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې، د هیواد په اساسي قانون کې د تعدیلاتو وړاندیز وکړ چې د هغه لپاره یې تر ۲۰۳۶ پورې د واک د دوام زمینه برابره کړه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG