د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین دفاع وزارت: پراخه سیمې د روسي ځواکونو له کنټرول څخه وتلي دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د اوکراین د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۶ (ثور ۲۶) وویل، چې اوکرایني ځواکونو د بخموت په ښار کې له ډیرو سیمو څخه روسي ځواکونه شاته تمبولو ته اړ کړي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې ګانا ملیار وویل، چې په تیرو څو ورځو کې اوکرایني ځواکونو د بخموت د ښار په جنوبي او شمالي څنډو کې شل کیلومتره ساحه روسي ځواکونو څخه پاکه کړې ده.

میرمن ملیار همداشان وویل، چې د بخموت د ښار په دننه کې ځینې سیمې روسي ځواکونو د توپونو څخه په ګټې اخیستنې نیولي او نیول شوې سیمې یې په بشپړ ډول د خاورو سره یو شان کړي دي.

په عین حال کې د روسیې د خصوصي امنیتي ځواکونو واګنر د ډلې رئیس ییفګیني پریګوژین، چې ځواکونه یې د بخموت ښار په لومړیو کرښو کې په جګړه بوخت دي، تیره اونۍ په یو ویډیوي پیغام کې ګواښ وکړ، چې د مهماتو د کمبود له امله به د واګنر د ډلې ځواکونه د بخموت له ښار څخه وباسي.

خو ددغه پیغام یوه ورځ وروسته پریګوژین وویل، چې روسي چارواکو ژمنه کړې، چې ددغې ډلې لپاره به د اړتیا وړ مهمات او وسلې برابرې کړي.

د واګنر ډله او په ځاګړي ډول ییفګیني پریګوژین، د لسګونو زرو وسله والو په ګمارلو سره د اوکراین په جګړه کې یو څرګند رول لوبولی دی.

ددې شرکت رئیس د اوکراین د جګړې لپاره په بند باندې د محکومو مجرمینو سربیره پخواني لوړپوړې پوځي افسران اوجاسوسان هم ګمارلي دي.

روسیې دوه ورځې دمخه وویل، چې د اوکراین په ختیځ کې د بخموت ښار د جګړې کرښو ته نږدې یې د پوځ دوه قوماندانان وژل شوي دي.

د روسیې دفاع وزارت د جګړې په ډګر کې د خپلو تلفاتو په اړه په یوه بیسارې اعلامیه کې ویلي چې د څلورمې موټریزې لوا قوماندان ویاچسلاف ماکاروف او د پوځ د قول اردو د سیاسي کار د څانګې مرستیال یوګیني برووکو، د ختیځ اوکراین په جګړه کې وژل شوي دي.

د روسیې د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ډګروال ماکاروف هغه مهال ووژل شو چې د هغه لوا د کراسني د ښارګوټي په جنوب کې د اوکرایني ځواکونو بریدونه په شا وتمبول.

دغه وزارت د خپل بل قوماندان د وژل کیدو په هکله وویل، چې بروکو په داسې حال کې ووژل شو چې روسي پوځیانو په بل ځای کې بریدونه په شا تمبول. دغه وزارت وویل، چې، هغه "په اتلولۍ سره پداسې حال کې مړ شو چې په څو ګولیو لګیدلی و".

اجیرې ډلې واګنر ته په اشارې مسکو وویل چې "بریدګرې قطعې" د هوایی ځواکونو په ملاتړ د بخموت د لویدیځې برخې د کنټرول لپاره جګړې ته دوام ورکوي. روسیه وایي د اوکراین ټول بریدونه یې په شا تمبولي دي.

دا پداسې حال کې دي چې روسیه په اوکراین کې د خپلو تلفاتو چپه خوله پاتې شوې ده. د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو تیر کال ویلي وو چې په لویدیځ پلوه هیواد اوکراین کې ۵۹۳۷ روسي سرتیري وژل شوي، په داسې حال کې چې پوځي شنونکي وايي مسکو هڅه کوي په اوکراین کې خپل تلفات پټ کړي.

XS
SM
MD
LG