د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي د بایډن سره د ملاقات او ملګرو ملتونو غونډو کې د ګډون لپاره امریکا ته راغلی


Lithuania NATO Summit
Lithuania NATO Summit

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي دوشنبه سپټمبر ۱۸ (وږي۲۷) د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت ته رسیدلی.

ټاکل شوې چې ښاغلی زیلینسکي به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې وینا وکړي او هم به د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.

دا د تیر کال فبروري په میاشت کې په اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې دویم ځل دی چې ولادمیر زیلینسکي متحده ایالاتو ته راځي. د اوکراین جمهور رئیس په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې پدې سفر کې یې میرمن هم ورسر ده.

هغه لیکلي، " اولینا زیلینسکي او زه متحده ایالاتو ته راورسیدو چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې ګډون وکړو او واشنګټن ډي سي ته هم سفر ولرو."

ولادمیر زیلینسکي ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې کې د ګډون تر څنګ به د دوامدارې پراختیا د اهدافو غونډې، د امنیت شورا په غونډو کې به ګډون وکړي او څو نورو هیوادونو او ادارو سره به هم دوه اړخیزې خبرې ولري.

ټاکل شوې چې ښاغلی زیلینسکي به د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا وکړي.
د اوکراین جمهور رئیس ویلي چې هیواد به یې د ملګرو ملتونو غړیو هیوادونو ته دقیق وړاندیز ورکړي چې څنګه د ځمکنۍ بشپړتیا اصولو قوي کړي او د تیرو د مخنیوي او شنډولو لپاره د ملګرو ملتونو وړتیاوې ډیرې کړي.

ولادمیر زیلینسکي ویلي چې د خپل سفر پیل به د هغو اوکرایني ځواکونو سره په لیدو پیل کړي چې متحده ایالاتو ته د درملنې لپاره راوړل شویدي.

ټاکل شوې چې ښاغلی زیلینسکي به د جمهور رئیس جو بایډن تر څنګ د کانګرس د مشرانو ، نظامي رهبرانو، خبریالانو، امریکایي سوداګرو او په متحده ایالاتو کې د میشتو اوکراینیانو سره هم وګوري.

هغه ویلي غواړي د متحده ایالاتو څخه مننه وکړي چې د اوکراین سره یې د خپلواکۍ او آزادۍ په مبارزې کې ملاتړ کړی.

زیلینسکي داسې مهال متحده ایالاتو ته راځي چې اوکرایني ځواکونو د روسیې څخه د ځینو سیمو د بیرته نیولو لپاره د ځوابي برید عملیات پیل کړي او د غربي هیوادونو څخه یې د نورو وسلو غوښتنه کړې.

هغه د همدې روانې سپټمبر میاشتې په ۸ مې خبرداری ورکړی و چې د غربي هیوادونو لخوا د وسلو لیږد کې ورو والی د ځوابي برید عملیات د خطر سره مخ کړي او د روسي ځواکونو په شا تمبولو لپاره یې د نورو قوي او اوږده واټن ویشتونکو وسلو غوښتنه کړې.

اوکراین د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې وروسته تر هغه چې د غربي هیوادونو څخه یې ځینې وسلې تر لاسه کړلې، د روسي ځواکونو څخه د هیواد د یو شمیر برخو بیرته نیولو لپاره ځوابي بریدونه پیل کړل خو دا چې د کیف ځواکونه د روسیې د ځواکونو د قوي سنګرونو سره مخ دي، تر اوسه یې په جګړې کې ډیر پرمختګ ندی کړی.

سره لدې لویدیځو هیوادونو ویلي چې د اوکراین د ځوابي برید عملیات په بریالۍ روان دي خو جمهور رئیس زیلینسکي خبرداری ورکړی هر څومره چې د وسلو ورکړه ځنډیږي، هماغومره ډیر خلک زیانمنیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG