د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي خپل د سولې پلان بایډن ته وړاندې کوي


د اوکراین جمهور رئیس د جون په میاشت کې د فرانسې په پایتخت پاریس کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره کتلي و.
د اوکراین جمهور رئیس د جون په میاشت کې د فرانسې په پایتخت پاریس کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره کتلي و.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي جمعه سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۳) ویلي چې د روسیې پر ضد جګړې ګټلو لپاره یو پلان لري چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په پای کې یې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ته وړاندې کړي.

ښاغلي زیلینسکي چې په پایتخت کیف کې یې د یلټا اروپایي تګلارې په ۲۰ مې کلنۍ غونډې کې خبرې کولې وویل چې د اوکراین پر ضد د روسیې په شان د تیري جګړې دوه حل لارې لري چې یوه یې د جګړې له ډګر څخه د قابضو ځواکونو ایستل دي او دویمه یې ديپلوماسي ده.

د اوکراین مشر وویل چې په دویمې حل لارې کې هغه هیواد چې یرغل پرې شوی، باید د قبضې څخه آزاد شي او خپلواکي یې پخپل حال وساتل شي.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې د جګړې په دواړو حل لارو کې مهمه ده چې اوکراین قوي دریځ ولري او دا یادونه یې هم وکړله چې متحده ایالات پدې برخې کې مرسته کولی شي.

هغه زیاته کړه چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې پر وخت یوې فرعې غونډې کې خپل پلان د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ته وړاندې کړي.

د اوکراین جمهور رئیس پخپلو خبرو کې همدارنګه نا امیدي څرګنده چې د متحده ایالاتو او بریتانیې په ګډون یو شمیر متحدین ورته اجازه نه ورکوي چې له دې هیوادونو لخوا د لیرې واټن ویشتونکې وسلې په روسیه کې دننه د اهدافو په نښه کولو لپاره وکاروي.

دې دواړو هیوادونو اندیښنه ښودلې کې کیف دا کار وکړي، واشنګټن او لندن به په مستقیمه توګه د مسکو سره جګړې ورښکیل شي.

متحده ایالاتو تیره ورځ وویل چې ښايي اوکراین ته د روسیې پر خاوره د توغندیو د برید کولو اجازه ورکړي ترڅو هغه وسلې له منځه یوسي چې مسکو پر اوکراین باندي د هوایي بریدونو لپاره ځای پرځای کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په وارسا کې په یو خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین اړتیاوې په نظر کې نیسي.

بلینکن وویل: "موږ به د اړتیا سره سم پر موضوع له سره غور وکړو. پدې کې اوکراین ته ددې کار د اجازې ورکول شامل دي چې د روسیې د یرغل په وړاندې د دفاع لپاره په خپل اختیار کې وسایل وکاروي.

په عین حال کې ولادمیر زیلینسکي وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن او د بریتاینې د بهرنیو چارو وزیر ډیوډ لامي سره یې په جلا جلا توګه تیره اوونۍ په کیف کې کتلي او په روسیې کې دننه د برید کولو لپاره یې ددې وسلو څخه کار اخیستو غوښتنه ترې کړې خو ښاغلي زیلینسکي وویل چې دواړو چارواکو پدې برخې کې تعهد څرګند نکړ.

جمهور رئیس زیلینسکي وویل چې روسیه په اوکراین کې په جګړې د هغو بې پیلوټه الوتکو څخه کار اخلي چې ایران جوړې کړي او دا یې هم وویل چې ایران روسیې ته د لنډ واټن هدف ویشتونکي بلاستیک توغندي ورکوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG