د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي: د استخباراتو د ادارې نور مامورین هم له دندو لیرې کیږي


د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي د هیواد د امنیتي ادارو د مامورینو په هکله د پلټنو په لړ کې دوشنبه جولای ۱۸ (چنګاښ۲۷) ویلي چې ښایي د دې ادارو د ۲۸ نورو مامورینو دندې هم وځنډول شي.

ښاغلی زیلینسکي پدې کسانو شک لري چې د اوکراین د ادارو څخه د هغو کسانو په ایستلو کې ناکام شوي چې د روسیې سره همکاري لري.

د اوکراین جمهور رئیس پدې هکله په ویډیویي پیغام کې وویل، " د اوکراین د امنیتي خدماتو د ادارې د پرسونل په هکله پلټنې روانې دي او په ۲۸ کسانو غور کیږي چې ښایي له دندو لیرې شي".

ولادمیر زیلینسکي د دې کسانو په هکله نور ډیر معلومات ندي ورکړي خو دومره یې ویلي ۲۸ کسان چې له ندو څخه په لیرې کیدو یې غور کوي، د بیلا بیلو سویو مامورین دي خو د ټولو د لیرې کولو دلیل یې "د کار د نتیجې څخه ناراضایتي" بلل شوې.

د دې اقدام څخه یوه ورځ وړاندې د اوکراین جمهور رئیس د هیواد تر ټولو د جګپوړي امنیتي مشر ایوان بکانوف او لویې څارنوالې ارینا ونیدیکتوا د دندو ځنډول اعلان کړل او پدې غور کوي چې آیا دا کسان له دندو لیرې کړي که نه.

ښاغلي زیلینسکي ویلي چې سلګونه داسې قضیې شته چې خیانت او د روسیې سره همکاري بلل کیږي او هغه کسان پکې لاس لري چې په امنیتي خدماتو او د لویې څارنوالې په دفتر کې کار کوي.

د اوکراین جمهور رئیس دا کسان داسې وخت له دندو لیرې کوي او یا یې په لیرې کولو غور کوي چې روسیې د دې هیواد په ختیځو برخو کې بمباریو ته زور ورکړی.

د اوکراین د بیړنیو ادارو مسؤلینو ویلي چې په تازه بمباریو کې لږ تر لږه ۶ عام خلک وژل شویدي.

دې ادارې په فیسبوک کې د یوې دوه پوړیزې ودانۍ انځورونه خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې د روسیې د هوایي بمباریو څخه وروسته ژغورونکي لګیا دي د خاور خزلو د لاندې څخه ژوندي کسان او مړي راباسي.

خو ها خوا بیا روسیه دا نه مني چې په عامو خلکو یې بمباري کړې.

XS
SM
MD
LG