د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین او روسیې د سولې خبرې بیرته پیل شوې


د روسیې او اوکراین استازو په استانبول کې کتلې او مخامخ یې د سولې په هکله خبرې کړي.
د روسیې او اوکراین استازو په استانبول کې کتلې او مخامخ یې د سولې په هکله خبرې کړي.

د اوکراین جمهوري ریاست وایي چې د روسیې د چارواکو سره یې د جمعې په ورځ اپریل ۱ (وري۱۲) په آنلاین توګه د سولې خبرې کړي خو دا یې ندي ویلي چې پدې خبرو کې په کومو موضوعاتو بحث شوی او د خبرو د نتیجې په هکله یې هم جزیات ندي ورکړي.

تر دې وړاندې اوکراین او روسیې د مارچ د میاشتې په ۲۹مې د ترکیې د استانبول په ښار کې مخامخ د سولې خبرې وکړلې.

د ترکیې او اوکراین چارواکو دا خبرې مثبتې ښودلې وې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د خبرو څخه دوه ورځې وروسته د پنجشنبې په روځ په وینا کې چې په تلویزیون کې خپره شوه، دا ومنله چې په اوکراین کې د جګړې د شدت د کمولو لپاره روسیې لا هم خپلې ځینې ژمنې ندي پر ځای کړي خو تر څنګ یې دا هم ویلي و چې د سه شنبې د ورځې په خبرو کې به پدې هکله نور بحث وشي.

ښاغلي اوغلو همدارنګه ویلي چې هڅه کوي د اوکراین او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو یوه بله غونډه جوړه کاندي او همدې موضوع په هکله یې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته کتبي پیغامونه استولي دي.

د اوکراین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تیره میاشت هم په ترکیې کې د ښاغلي مولود چاوش اوغلو په کوربه توب کتلي و خو خبرو نتیجه نه وه ورکړې.

په همدې حال کې سرګې لاوروف په هند کې د جمعې په ورځ وویل چې د سولې خبرو کیدو ته ضرورت شته دی او روسیه د اوکراین هغه وړاندیز ته د ځواب ورکولو لپاره تیاری نیسي چې د سه شنبې په ورځ یې د استانبول په غونډې کې کړی.

سرګې لاوروف د مثبتې نقطې په توګه یادونه وکړله چې اوکراین د کریمیا او دونباس د سیمو د وضعیت په هکله لا ډیر پوهاوی ښودلی او هم یې د اوکراین د ناپیلتوب په هکله.

مسکو په ۲۰۱۴ کال کې په زور د اوکراین د کریمیا سیمه د خپلې خاورې سره یو ځای کړله او اوس غواړي چې دونباس او لوهانسک سیمې چې د اوکراین څخه بیلې شوي، په نړیواله توګه دې په رسمیت وپیژندل شي.

خو ها خوا بیا کیف پدې ټینګار کوي چې د خودمختارۍ او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا په موضوع کې ټینګ ولاړ دی.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي پدې جنجالي موضوع کې د روسیې او اوکراین تر منځ څه نه څه موافقې شویدي.

XS
SM
MD
LG