د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د اوکراین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربنه ده


د غونډې کوربه توب د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو کوي.
د غونډې کوربه توب د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو کوي.

ټاکل شوې د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران پنجشبه مارچ ۱۰ (کب۱۹) د ترکیې په تفریحي ښار انتالیا کې وګوري. د غونډې کوربه توبه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو کوي.

په اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د خپل اوکریني انډول دمیترو کولیبا سره ګوري.

ترکیه د دواړو هیوادونو سره ښه راشه درشه لري او آن په اوکراین د روسیې د یرغل څخه وړاندې یې د کړکیچ د حل کولو لپاره د منځګړتوب هلې ځلې کولې.

که ترکیې له یوې خو اوکراین ته بې پیلوټه یا ډرون الوتکې او نور نظامي تجهیزات ورکړي خو په عین حال کې یې په روسیې د نړیوالو بندیزونو لګولو سره مخالفت ښودلی.

د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان یو جګپوړي سلاکار ایلنور چیویک وایي د ملاقات کیدل پخپله یوه کامیابي ده.

ښاغلي چیویک زیاته کړه، "دا ترکیې لپاره مهم لاسته راوړنه ده چې د اوکراین او روسیې (د بهرنیو چارو وزیرانو) دا ومنله چې انتالیا ته راشي. هغوي ترکیه یو ریښتینی منځګړب بولي چې مونږ پرې خوښ یو. نه پوهیږو چې نتیجه به یې څه وي خو دا چې دا غونډه کیږي، ډیره ډیره مهمه ده".

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت د منځګړتوب د دې هلو ځلو وړاندې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین د جمهور رئیسانو سره خبرې کړې وې او کوښښ یې کاوه چې اوکراین پر سره د غرب او مسکو تر منځ کړکیچ حل کړي.

د ښاغلي لاوروف او ښاغلي کولیبا دا ملاقات پداسې حال کې کیږي چې په ګاونډي هیواد بیلاروس کې هم د اوکراین او روسیې د مرکچیانو تر منځ درې ځله خبرې وشوې خو په خبرو کې جګپوړو چارواکو برخه نه درلوده.

د اوکراین د جمهور رئیس یو سلاکار میخایلو پودولیاک وایي د روسیې سره د دوشنبې مارچ ۷ ( کب۱۶) په خبرو کې څه ناڅه پرمختګ شوی خو زیاتوي چې د جګړې د پای ته رسیدو لپاره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ ندی شوی.

ښاغلي پودولیاک په ګاونډي هیواد بیلاروس کې د خبرو په هکله وویل، " د بشري دهلیزونو د لوژستیک په برخه کې ځیني واړه مثبت تغیرات راغلي". خو د اوکراین دې چارواکي پدې هکله نور جزیات ورنکړل.

دا دهلیزونه پدې خاطر جوړیدل چې ملکیانو ته اجازه ورکړل شي په خوندي توګه د جګړې د سیمو څخه وتښتي.

XS
SM
MD
LG