د لاس رسي وړ اتصالات

'د اوکراین سیویروډونتسک ښار کې کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده' 


د اوکراین سیویروډونتسک ښار
د اوکراین سیویروډونتسک ښار

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي چې د سیویروډونتسک په ښار کې د اوکرایني او روسي پوځیانو تر منځ کوڅه په کوڅه جګړه روانه ده. زېلنسکي له خپلو متحدینو څخه یو ځل بیا د عصري دفاعي راکټونو د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اوکراین ولسمشر پخپل تازه ویډيوي پیغام کې ویلي چې د روسيې اصلي تاکتیکي موخه بدله شوې نده.

روسي پوځیانو د اوکراین لویدیځو او سویل لویدیځو سیمو په لور خپل پرمختګ ته دوام ورکوی.

ولسمشر زېلنسکي وايي: "روسي پوځیان هڅه کوي چې په ډونباس کې احتیاطي ځواکونه ځای پرځای کړي...داسې ښکاري چې دوی کم روزل شوي سرتیري او هغه کسان چې په پټه راجلب شوي، جګړې ته استوي. روسي جنرالان خپلو خلکو ته د توپ د باروتو په سترګه ګوري چې د شمېر په لحاظ او د پوځي وسایلو په توګه ترې په جګړو کې ګټه واخلي".

د دواړو خواوو د تلفاتو د شمېر معلومول ستونزمن دي. خو ښاغلی زېلنسکي وایي چې د جون په میاشت کې د روسي سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېر له څلوېښتو زرو نه اوړي.

د برتانیا د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ ویلي چې په وروستیو ورځو کې د سیویروډونتسک ښار په بېلابېلو برخو کې جګړو زور اخېستی.

ددغه وزارت چارواکو ویلي چې په راتلونکو میاشتو کې د سیند څخه د اوښتلو عملیاتو تر سره کول به ښایي د جګړې اصلي فکټورونه وي.

روسي پوځیانو د یکشنبې په ورځ یوه کیمیاوي کارخانه بمبارد کړې چې پکې سلګونو پوځیانو او ملکي وګړو پناه اخیستې وه خو د لوهانسک والي وایي چې دغه کارخانه اوس هم د اوکراینیانو په واک کې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسیون مشرې مېشل بشلېټ د دوشنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا برخه والو ته د یوې وینا په ترڅ کې ویلي چې د اوکراین جګړې مېلیونونه خلک د خوړو له کمښت او د بې وزلۍ له خطر سره مخامخ کړي دي.


د فنلنډ دریځ


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د فنلنډ له ولسمشر سره په هېلسنکي کې لیدلي دي. دواړو لوریو په ناټو کې د فنلنډ او سویډن پر غړیتوب خبرې کړې دي. د فنلنډ ولسمشر په دې باور دی چې د اوکراین جګړه ختمېدونکې نه ده.

د فنلنډ ولسمشر نینستو وايي: "له بده مرغه هېڅوک تراوسه د جګړې د ختمېدو څرک نه ویني. دا یقیناً چې د ټولو اروپایانو مشترکه ستونزه او په عمومي توګه یوه نړیواله اندېښنه ده. مقاومت یوازنۍ مسله ده چې زما په ذهن کې ګرځي، د اوکراین د ولس مقاومت. دوی ازمویل شوي دی او په یقین سره چې قربانیان او تلفات زیات دي. دوی په مېړانه جګړه کوي او داسې ښکاري چې دې کار ته به دوام ورکړي".

له بلې خوا، د بخښنې نړیوال سازمان روسیه په اوکراین کې په جنګي جرمونو تورنه کړې او زیاته کړې یې ده چې د کېف په ښار کې د روسانو په بمباریو کې سلګونه خلک وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG