د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو اسرائیل د زرګونو فلسطینیانو سره په ناوړه چلند تورن کړ


فلسطیني بندیان
فلسطیني بندیان

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتورنو عالي کمیشنرۍ دفتر جمعه جنوري ۱۹ (مرغومي ۲۹) په اسرائیل تور ولګاوه چې په غزې او لویدیځې غاړې کې یې زرګونه فلسطینیان په پټو ځایونو کې بندیان کړي او داسې ناوړه چلند ورسره کوي چې شکنجه بلل کیدی شي.

د قبضه شویو فلسطیني خاورې لپاره د ملګرو ملتونو دې ادارې استازي اجیت سونګهې چې د غزې څخه یې د ویډیو کنفرانس د لارې په ژنیو کې خبریالانو ته معلومات ورکول وویل چې د یو شمیر هغو بندیانو سره یې کتلي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونو د ۳۰ څخه تر ۵۰ ورځو پورې بندیان کړي و.

ښاغلي سونګهې ویل د هغو کسانو دقیق شمیر معلومول چې اسرائیلي ځواکونو بندیان کړي، "بې حده ستونزمن" دي خو زیاته یې کړه داسې یې اوریدلي چې د دې کسانو شمیر زرګونو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو دې استازي د اسرائیلي ځواکونو له خوا د خوشې شویو بندیانو په هکله وویل، "هغوي ویل چې وهل شوي، شرمول شوي او داسې ناوړه چلند ورسره شوی چې شکنجه بلل کیدی شي".

هغه همدارنګه وویل چې د داسې کسانو په هکله هم راپورونه ورته رسیدلي چې په "سړې هوا کې پداسې حال کې خوشې شوي چې د نیکر پرته یې نورې هیڅ جامې په تن نه وې".

یو شمیر خوشې شویو بندیانو د ملګرو ملتونو دې چارواکي ته ویلي چې د "اوږدې مودې لپاره یې سترګې تړل شوې وې – آن د ځینو په پرله پسې توګه د څو ورځو لپاره".

ځینو دا هم ویلي چې د څو ورځو لپاره اسرائیل ته وړل شوي و خو دا یې ندي ویلي چې په ځانګړې توګه د دې هیواد کومې برخې ته وړل شوي و.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې ویاندې راوینا شامداساني هم ویلي چې د فلسطینیانو سره د ناوړه چلند دې ادعاوو په هکله د اسرائیلي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

میرمن شامداساني زیاته وویل، "د ناوړه چلند په هکله مو خپلې اندیښنې د اسرائیلي چارواکو سره شریکې کړیدي چې د اکټوبر اوومې نیټې څخه وړاندې او تر هغې وروسته د فلسطین په قبضه شویو سیمو کې په مکرره توګه د بندیانو سره شوي چې شکنجه بلل کیدی شي".

د ملګرو ملتونو دې چارواکې وویل چې "له بده مرغه مو تر اوسه کوم ځواب ندی تر لاسه کړی".

امریکا غږ په ژنیو کې د اسرائیل سیاسي استازولۍ سره ددې ادعاوو په هکله اړیکه ونیوله خو تر اوسه یې کوم ځواب ندی تر لاسه کړی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې وویل چې اسرائیل باید ډاډ ورکړي چې د ټولو نیول شویو کسانو سره د نړیوالو اصولو او بشري حقونو سره سم چلند وشي او دا چې د ناوړه چلند ټولو قضیو په هکله پلټنې وکړي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې د اټکل له مخې د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د اسرائیل – فلسطین جګړه پیل شوې په غزې کې ۱.۷ ملیون وګړي پدې تړانګې کې بې کوره شوي چې د غزې په جنوب کې داسې کمپونو کې یې پنا اخیستې چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډیره ده.

د حماس وسله والو د تیر کال اکټوبر میاشتې په اوومې برید وکړ چې د اسرائیلي چارواکو په وینا پکې نژدې ۱۲ سوه کسان ووژل شول او څه باندې ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

بل پلو د غزې عامې روغتیا وزارت چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی بیا ویلي چې د اسرائیل په ځوابي بریدونو او عملیاتو کې تر ۲۴ زرو ډیر کسان وژل شوی چې اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG