د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو په ایران کې د زیات شمېر کسانو په اعدام کېدو اندېښنه ښودلې


د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اګست نهمه (زمري ۱۹) په ایران کې د زیات شمېر خلکو د اعدام کېدو په اړه په داسې حال کې اندېښنه وښودله چې د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۳۴۵ کسان یوازې په روان کال کې په دار ځړول شوي دي.

په ناروې کې میشتې د ایران د بشري حقونو ډلې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اعدامونو په وروستۍ څپې کې ایران لږ تر لږه ۲۹ کسان په دار ځړولي چې ۲۶ یې په یو زندان کې قید وو.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي چې د دغو راپورونو په اړه "ډیر اندیښمن دی."

د ترک د دفتر ویاندې الیزابت تروسل خبریالانو ته وویل: "په لنډه موده کې د اعدامونو دومره زیات شمېر د اندېښنې وړ دی. موږ دا هم تائید کړې چې په جولای کې ۳۸ کسان اعدام شوي دي. له دې سره په روان کال کې د اعدام شویو کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۴۵ ته رسېدلی، چې ۱۵ یې ښځې دي."

د نوموړې په خبره، په ایران کې زیاتره کسان د قتل او مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو اعدام کیږي چې په روان کال کې نیمايي اعدام شوي کسان د مخدره موادو سره د تړاو په تور مجرم پيژندل شوي دي.

تروسل وویل: "د قصدي وژنو پرته جرمونو ته د اعدام سزا ورکول د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره مطابقت نه لري... موږ په زیاترو دغو قضیو کې د عادلانه محاکمې د معیارونو د نشتوالي په اړه اندیښنې لرو."

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښودلې چې په ایران کې ډیری اعدامونه په داسې حال کې عملي کیږي چې تورن کسان خپلو کورنیو او حقوقي مشورو ته لاسرسی نلري.

تروسل وویل چې د کردانو، عربو او بلوڅو په ګډون قومي لږکي په ایران کې د اعدامونو له امله په غیر متناسب ډول اغیزمن شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، په تیرو اوو میاشتو کې د ایران د رژیم له خوا لږ تر لږه ۲۰ تنه افغانان هم اعدام شوي دي.

تروسل وویل: "اوس د ایران لپاره فرصت دی چې د اعدامونو په لغوه کولو سره د اعدام د سزا پر وړاندې له پراخېدونکې نړیوالې اجماع سره یوځای شي."

د بشري حقونو ډلو په پرله پسې ډول پر ایران تور لګولی چې په ټولنه کې د ویرې اچولو لپاره د اعدام له سزا څخه کار اخلي. په ایران کې د اعدامونو شمېر له چین وروسته د نړۍ تر بل هر هېواد زیات دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG