د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه اوکراینیانو سره د مرستو لپاره ۱.۷ میلیارد ډالر غواړي


بېځایه شوي اوکراینیان
بېځایه شوي اوکراینیان

ملګرو ملتونو له اوکراین او د اوکراین په ګاونډیو هېوادونو کې له بې ځایه شویو اوکراینیانو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱.۷ میلیارد ډالرو مرسته غوښتې ده.

د ملګر ملتونو د شمېر له مخې لږ تر لږه ۱۲ میلیون اوکراینیان عاجلو مرستو ته ضرورت لري. روسیې تېره اونۍ په اوکراین یرغل پیل کړ.

پر دې سربېره ویل کیږي چې په را روانو څو میاشتو کې به په ګاونډیو هېوادونو کې لږ تر لږه څلور میلیون اوکراینیان خوندیتوب او بشري مرستو ته ضرورت ولري. دوی له جګړې څخه تښتېدلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر مارتن ګریفتز وویل چې د جګړې په زیاتېدو سره اړتیا ده چې د ولسي خلکو ژوند وژغورل شي.

هغه وویل: « کورنۍ له خپلو ماشومانو سره د اورګاډو په تمځایونو او زیرزمینیو کې ځای په ځای شوي او د چاودنو او امبولانسو له وحشتناکو غږونو څخه په تېښته دي چې وپايي. تلفات مخ په زیاتېدو دي.»

هغه وویل چې د اوکراین په خلکو بده ورځ راغلې ده او موږ باید د «اوکراین د عادي خلکو ژوند او حیثیت وژغورو او په زغم او پیوستون سره» دغو حالاتو ته ځواب ووایو.

ملګري ملتونه همدغه راز په اوکراین کې دننه د شپږ میلیون اړمنو اوکراینیانو سره د مرستې لپاره ۱.۱ میلیارد ډالر غواړي چې د را روانو شپږو میاشتو کې هغوی ته خوراکي مواد، نقدي مرستې، د څښاک اوبه، روغتیايي خدمتونه، تعلیم، سرپناه او نورو ضروري خدمات برابر کړي.

ملګري ملتونه په پولنډ، مولدووا، هنګري، رومانیا، سلواکیا او نورو هېوادونو کې د بېځایه شویو اوکراینانو سره د مرستو لپاره ۵۵۰.۶ میلیون ډالر نوره مرسته هم غواړي.

په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل راهېسې شاوخوا پنځه میلیون خلک له اوکراین څخه نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

XS
SM
MD
LG